سلاموطندار ته رسېدلي لاسوندونه ښيي چې ولسمشر غني په یوه تازه ورکړي حکم کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د رهبرۍ پخوانیو غړیو پر ځای د نویو کسانو د ګومارنو حکم کړی دی.
د دغه حکم په یوه برخه کې راغلي چې د اساسي قانون د ۵۸ مادې په نقل او د تشکیلاتو قانون د ۱۱ مادې غوره تطبیق، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د واکونو او دندو او د ۱۹۹۳ کال د ډسمبر میاشتې ۲۰ مې نېټې د ملګرو ملتونو عمومي مجمع ۱۳۴ ګڼې قطعنامې په رعایت کولو او د ۹ مادهیز حکم په ځانګړې توګه «د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د غړیو د تشخیص او تعیین» په پام کې نیولو سره صادر شوی دی.
دغهراز د دغه حکم لومړۍ فقرې په اوله ماده کې راغلي دي د غړیو ګومارنې بهیر اسانولو، رڼښت او ټول شمول کېدو په خاطر د مدني ټولنو استازو او د بشري حقونو مدافع بنسټونو ځنې یوه اووه کسیزه کاري ډله ایجاد کړی شي؛ ترڅو د دغه کمېسیون نوي غړي وګوماري.
په دویمه ماده کې راغلي دي چې ، د کثرتګرايي اصل مراعتول، د تقنیني مدارکو او قومي ترکیب سربېره، چنسیتي، ژبني، سمتي او د بشري حقونو په برخه کې د کاندیدانو کاري تجربه او فعالیتونه په پام کې ونیول شي.
په درېیمه ماده کې راغلي دي چې د داوطلبانو نوملړ ارزولو په خاطر دې یوه کمېټه چې قاضيالقضات د کمېټې رییس، لوی څارنوال د کمېټې غړي، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره د کمېټې غړې ـ البته که د کمېسیون برحاله رییسه یو له داوطلبانو وي، پر ځای به یې پر اساسي قانون د څار او تطبیق کمېسیون رییس د غړي په توګه ټاکل کېږي. دغه کمېټه د ټولو داوطلبانو له ډلې ۲۷ تنه د هغوی د قوت او ضعف ټکو په کاږلو سره ولسمشر غني ته وړاندیز کوي چې ولسمشر به له دې ډلې ۹ تنه چې ۴ تنه یې ښځې او د ټولتال دوه ثلثه یې حقوق پوهان وي د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د کمیشنرانو په توګه ګوماري.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي سلاموطندار ته وویل، د موجوده کمېسیون د غړیو دندې د روان ۹۷ کال په جوزا میاشت کې پای ته رسېږي. د صدیقي په خبره، بشري حقونو خپلواک کمېسیون د موجودې رهبرۍ تغییر او تبدیل یو اساسي اصل دی او دوی هڅه کوي چې ژرترژره ټاکل شوي کسان ارګ ته معرفي کړي.
له دې مخکې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کې د خپلولۍ پالنې په اړه د «د سیما سمر خپلواک کمېسیون»، «د جاغوري حقونو کمېسیون» او په نورو نومونو بېلابېل راپورونه خپاره شوي وو. دوه کاله مخکې په یوه خپاره شوي راپور کې ځېنې لاسوندونه ښودل شوي وو چې په ټول هېواد کې د کمېسیون له ۴۵۰ کارکوونکیو ۲۸۰ تنه یې د جاغوري ولسوالۍ هزارګان او د سیما سمر، وروڼه، وریرونه او نور خپل خپلوان ګومارل شوي وو.
مېرمن سیما سمر څه باندې ۱۴ کاله د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رییسه پاتې شوې ده. دغهراز د تشکیل په قانون کې، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دندو او واکونو کې هېڅ داسې فقره راغلي نه ده چې پربنسټ یې د دغه کمېسیون د ریاست دوره په کې مشخصه شوې وي.