افغان ولسمشر محمداشرف غنی نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په فاریاب ولایت کې د نیول شویو کسانو په اړه ادعا شوي انځورونو او په ننګرهار او پکتیا ولایت کې د پوځي عملیاتو په لړ کې د ملکي مرګژوبلې په اړه یې اړوندو ادارو ته د څېړنو امر کړیدی.
ولسمشر غني زیاته کړه چې د یادو پېښو د څېړنو په اړه به د اړوندې څانګې وړاندیزونه او راپور سراعلی قوماندانۍ ته وړاندې کړي.
ولسمشر غني دا هم وویل چې ټول امنیتي او دفاعي ځواکونه د قانون پر وړاندې مسوول او خلکو ته ځوابویونکي دي او باید د بشري حقونو له ارزښتونو او قوانینو سره سم چلند وکړي او په هر ډول شرایطو کې عسکري ډېسپېلین مراعات کړي.
ښاغلي غني زیاته کړه، په هېواد کې د نظام ټینګښت، د قانون واکمنۍ او ثبات په اړه ملي اجماع شته او د خپلسرو وسلهوالو موجودیت په ستونزې بدل شویدی.
د ده په وینا، د روزګان، فراه، فاریاب او نورو ولایتونو ټول عملیات د خلکو په غوښتنه شوۍ دي او ولس د قانون د واکمنۍ غوښتنه کوي؛ ځکه خو د حکومت ټول اقدامات د خلکو د غوښتنې پر اساس کېږی.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو کې په روزګان، فراه او فاریاب ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې د خپلسرو وسلهوالو ډلو مشران نیول شويدي.
له دې ډلې په فاریاب کې د نظامالدین قیصاري په نوم د ولسي پاڅونوالو یو قوماندان نیول کېدلو په شمال او شمال خیتځو ولایتونو کې پراخ غبرګونونه راوپارول.
نظامالدین قیصاري چې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ځانګړی استازی هم دی؛ د نیول کېدو په غبرګون کې د شمال او شمال ختیځ ځېنو ولایتونو کې قهرېدلو لاریونوالو د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفترونه تړلي دي.
سره لهدې چې لوړ پوړی دولتي پلاوی د معترضینو له استازیو سره په خبرو بوخت دی چې د دې لانجې سولهییز حل راوباسي؛ خو تراوسه دا خبرې کومې پایلې ته نهدي رسېدلي.