ولسمشر: د اقتصاد له پاره د صادراتو او وارداتو ناانډولتیا لوی ګواښ دی

ولسمشر د الکوزي شرکت شپږ تولیدي کمپنیو د بنسټ ډبرې اېښودلو پر وخت وویل، چې افغانستان باید پر صادراتي هېواد بدل شي.

ولسمشر غني وویل، چې افغانان له بېوزلۍ  کړیږي او د ۴۰ سلنه وګړو ورځنی عاید له ۱۰۰ افغانیو کم دی.

د ده پر وینا، افغانستان ستر اقتصادي بدلون ته اړتیا لري، چې خلک یې معیاري ژوند څښتنان شي.

ولسمشر غني وايي، د ملي یووالي حکومت له لومړۍ ورځې راهیسې هڅه کوي، هېواد پر ځان بسیاینې او د صادراتو ودې پر لور بوځي.

غني وویل، چې دولت چمتو دی د پانګوالو پر وړاندې پراته خنډونه په بشپړه توګه لرې کړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې سترې موخې باید په اسانه توګه ترلاسه شي او زیاتوي، په افغانستان کې ۴۰ سنله فقر او بېوزلي یوازې په سیاستونو او اقتصادي غورځنګونو لرې کېږي.

په همدې حال کې د الکوزي شرکتونو استازي خلیل الله الفي وویل، دغه شرکتونه په دې لټه کې دي، چې په هېواد کې د ۲زره کسانو له پاره مخامخ ډول او ۱۰ زره کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.

الکوزی شرکت د ۳۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د ۶ تولیدي فابریکو په جوړلو سره کارپیلوي، چې دا فابریکې د خوړو، د نوشابو شربتونو ته د المونیمي قوتیو تولید، کارتن جوړول، د چاپ مطبعه او کاغذي د ستمالونو تولید په برخه کې فعالیت وکړي.

الفي زیاتوي، ۶۰ سلنه تولیدات به صارداتو او ۴۰ سلنه به یې داخلي بازارونو ته بیل کړي.

د هغه تړون پر بنسټ چې افغان حکومت له الکوزي شرکت سره لاسلیک کړی دغه ۶ کارخانې به په راتلونکو ۳ کلونو کې جوړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام