ولسمشر: اوس هم له پاکستانه موږ ته د جنګ پېغام را لېږل کيږي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وروستيو خونړيو پېښو په غبرګون کې وویل، چې پاکستان د افغانستان له پاره صادق نه دی او اوس هم له دغه هېواده افغانانو ته د جنګ پېغام استول کيږي.

اشرف غني زياته کړه، افغان حکومت په دغو څو میاشتو کې د پاکستان له پاره منتظر وو، چې خپلو تعهداتو باندې به عمل وکړي، خو په وينا يې اوس هم دغه هېواد کې د ترهګرو ځاله فعاله ده  او په کې افغانستان باندې د بريدونو پلانونه جوړيږي.

هغه د يوې خبري ناستې په ترڅ کې دا هم وویل، چې د پاکستان دا شان کړنې له افغانانو سره ښکاره دښمني ده.

د هېواد ولسمشر زیاته کړه، افغانستان له دې زیات نه شي کولی، چې د خپلو هېوادوالو وژنه وزغمي او د پاکستان وروستی تصمیم به د افغانستان مسير وټاکي.

هغه خبريالانو ته په خپلو خبرو کې وویل، چې " ما پخوا لا ویلي و چې تر دې وروسته به د سولې ابتکار زموږ په لاس کې وي"

غني زیاته کړه، افغان حکومت له پاکستانه دا نه غواړي، چې طالبان خبرو اترو ته حاضر کړي، بلکې باید د افغانانو پر خلاف د دوی د بغاوت مخه ونیسي.

" د افغانانو د وژونکو مراکز او د دوی په مقابل کې عمل غواړو."

ولسمشر په خپلو خبرو کې زیاته کړه، د پاکستان صدر اعظم نواز شریف ورته ویلي، چې د یو منسجم پروګرام له پاره باید تر پنجشنبې پورې ورته وخت ورکړل شي.

د غني په خبره، هیڅوک دې دا شک نه کوي، چې افغان حکومت ته د اوسنۍ وضعې دوام د منلو وړ ده.

هغه د اسیا ثبات د اسلامي نړۍ او نړېوال ثبات په افغانستان پورې تړلی یاد کړ.

نوموړي د ټاکنو پر مهال خپلو ژمنو د عملي کېدو په باب وویل، چې "موږ ژمنې پنځه کلنې دي او قسط په قسط به حساب درکړو"

محمد اشرف غني د خپل د خبرو په دوام کې زياته کړه، چې حکومت يې پاکستان ته ور وښودله چې په ګډه د اسیا اقتصادي او سیاسي وضعې ته تغییر ورکولی شو.

د هغه په خبره، که پاکستان سولې ته د طالبانو د حاضرولو ظرفیت نه لري دا ظرفیت، خو لري چې فعالیتونه یې بند کړي، دفترونه یې وتړي، مجروحینو ته یې د تداوي اجازه ور نه کړي.

افغان ولسمشر په جدي توګه وویل، چې لکه څنګه چې د پېښور له پېښې وروسته د پاکستان نبض بنیادي تغییر وکړ، د افغانستان نبض هم همداسې تغییر کړی دی او نور افغانان د خپلو وینو بهيدل نه شي منلی.

دا په داسې حال کې ده، چې نن دوشنبه (اګست ۱۰مه) د وزیرانو شورا په غونډه کې د ولسمشر اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې ټولو ترهګرو ډلو ته د پاکستان له لوري تمويل، تجهیز او روزنه ورکول کيږي.

هغه د پاکستان حکومت ته په اشارې سره وویل، چې په دې وروستيو لسو میاشتو کې افغانستان له پاکستان سره خپل حسن نيت ثابت کړی، خو پاکستان تر اوسه پورې خپل حسن نیت په عمل کې نه دی ثابت کړی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام