
د ولسمشر د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي په هغه ناسته کې، چې د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر د لاسته راوړنو په اړه جوړه شوې وه، وویل، افغان حکومت پرېکړه کړې، چې له دې وروسته به د افغانستان اوبه د نړیوال قانون له مخې مهارېږي او یو څاڅکی به يې هم بې ځایه نه پرېښودل کېږي.
د هغه په وینا، د هېواد د اوبو مدیریت په اړه د حکومت دغه پرېکړه د افغانستان په تاریخ کې بې سارې بلل شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د ایران اندېښنه د هریرود سیند په اړه ده او افغان حکومت د شته ټولو اسنادو له مطالعې وروسته د نړیوالو قوانینو له مخې به په دې اړه پرېکړه وکړي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې افغان ولسمشر ایران ته د خپل سفر پر مهال له ایراني چارواکیو سره د افغان کډوالو د ستونزو په اړه هم خبرې کړي.
سید ظفر هاشمي وویل، چې له دې وروسته به په ایران کې میشت کډوال قانونمند او له زیاتو ځورونو څخه به هم وژغورل شي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال زیاتوي، چې له دې وروسته به د افغانستان بهرنی سیاست له هېوادونو سره تقابل نه، بلکې د تعامل پر بنا ولاړ وي.

نوموړي پاکستان ته په اشارې سره وویل، چې له دغه هېواد سره به افغان حکومت د عامو افغانانو په خوښه او د شته حقایقو پر بنیاد چلن کېږي.
هاشمي خبریالانو ته د افغانستان او هندوستان د دوستۍ په اړه وویل، چې افغانستان له هندوستان سره خپلې اړيکې لا هم ښې کوي او په دغه سفر کې د هندوستان لومړی وزیر نریندرا مودي له افغانستان سره د نورو پوځي چورلکو د ورکړې وعده هم کړې.
نوموړي زیاته کړه، افغان حکومت پرېکړه کړې، چې د سلما بند نوم د (افغانستان او هندوستان د دوستۍ) پر بند تغیر کړي.