وقار سلام‌خېل او اکرام ‌علي‌خېل ټېسټ لوبډله کې شامل شول

چینامین توپ‌اچوونکی وقارسلام‌خیل او وېکټ ساتونکی چپ‌لاسی توپ‌ونکی اکرام‌ علي‌خېل به د ایرلینډ خلاف په ټېسټ سیالۍ کې د افغانستان په استازیتوب د ۱۴ کسیزی ډلې غړي وي.

اکرام علي‌خېل ته بیا د لومړي ځل له‌پاره د افغانستان په ۵۰ اوریزې لوبډلې کې هم چانس ورکړل شوی او وفادار مومند لا هم تر ټېسټ سیالۍ محدود پاتې شوی‌دی.

همدارنګه شرف‌الدین اشرف ته هم د لومړي ځل له‌پاره ټېسټ لوبډلې کې چانس ورکړل شوی؛ خو چینامین بالر ظاهرخان پکتین، مجیب ځدران، حمزه هوتک، سید شېرزاد او افسرځاځي بیا له ټېسټ لوبډلې لېرې کړی شوي‌دي.

ورته مطالب:

تر نړۍوال جامه تر ټولو فارغه لوبډله د افغانستان ده

د افغان کرېکټ بورډ د راتلونکيو کلونو پلانونه

افغانستان نېغ په نېغه د کرېکټ نړۍوال جام ته لاره پیدا کړه

اصغرستانکزی د درې‌واړو شل‌اوریزو ، ۵۰ اوریزو او ټېسټ سیالیو له‌پاره د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې کپتان اعلان شوی؛ خو شهزاد محمدي د لومړي ځل له‌پاره له ۲۰ اوریزې لوبډلې کېنول شوی‌دی.

د غوره کورنۍ کارکردګۍ سره ـ سره وېکټ ساتونکې منیرکاکړ، چپ‌لاسي توپ‌ونکی شاهد مندوزی او د مینځ‌لیکي توپ‌ونکی دروېش رسولي هم د کرېکټ‌بورډ د غوراوۍ کمېټې له‌خوا له نظره غورځول شوي‌دي.

همدارنګه د ایرلینډ پر خلاف ۳ شل‌اوریزو لوبو ته ګلبدین نایب او افتاب عالم کېنول شوي دي؛ خو تېز توپ‌اچوونکی ضیاشریفي، نجیب ترکي او ظاهرخان ته په ۲۰ اوریزې لوبډلې کې چانس ورکړل شوی.

له ایشیا کپ لوبډلې کېنول شوی برید‌کوونکی توپ‌وهونکی حضرت‌الله ځاځي ته په دواړو ۲۰ اوریزې او ۵۰ اوریزې لوبډلې کې چانس ورکړل شوی؛ خو نورعلي ځدران د څه باندی یو کلن او شاپورځدران د نږدې یو کلن انتظار وروسته بېرته ۵۰ اوریزې لوبډلې ته راستانه شوي‌دي.

له ملي او ایمرجینګ لوبډلو سره په ۵۰ اوریزو او ۲۰ اوریزو لوبو کې د وروستیو ناکامیو وروسته د پخوانۍ تجربې له‌مخې په دواړو احسان‌الله جنت او ناصرجمال د یوازینۍ ټېسټ سیالۍ له‌پاره اعتماد شوی‌دی.

د کرېکټ‌بورډ غوراوي کمېټی مشر دولت احمدزي نن په خبري غونډې کې وویل چې د ۵۰ اوریزو لوبو په پرتله عثمان غني د ۲۰ اوریزو لوبو له‌پاره ښه لوبغاړی دی ځکه د بیټ چټک سرعت لري او هم یی زیاته کړه چې احسان جنت او ناصرجمال یې د پخوانۍ فرسټ کلاس کارکردګۍ په‌واسطه ټېسټ لوبډلې ته غوره کړي‌دي.

که څه هم په اوپنر توپ‌وهنکي عثمان غني د کرېکټ‌بورډ له‌خوا د ۲۰ اوریزې توپ‌وهونکي ټاپه لګېدلې ده؛ خو نوموړی د افغانستان د کرېکټ تاریخ لومړی او د د ۵۰ اوریزو لوبو د تاریخ هغه دویم کم‌عمره توپ‌وهونکی دی چی د کومې ټېسټ لوبډلې خلاف یی سلیزه جوړه کړې.

کرېکټ‌بورډ وایي، تراوسه یې د ۲۰۱۹ کال ۵۰ اوریز کرکټ نړۍوال جام سیالیو له‌پاره لوبغاړي نه‌دي غوره کړي او د ایرلینډ خلاف ښه ځلېدونکي لوبغاړي د اړتیا له‌مخې نړۍوال جام ته په افغان لوبډله کې د ځای خپلولو چانس لري.

د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د سیالیو پیل د روانې فیبرورۍ پر ۲۱مه په ۳ شل‌اوریزو لوبو پیلېږي چې ورپسې به ۵  پنځوس‌اوریزې لوبې هم وشي او په پای کې به د مارچ پر ۱۹مه  په یوازینۍ ټېسټ سیالۍ وشي چې ټولې لوبې به د هندوستان په «راجیف ګانډي« نړۍوال لوبغالي کې ترسره شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام