وسله والو برمته کړي مالستاني وګړي ووژل

د غزني ولایتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو هغه ۴ وګړي وژلي چې په اجرستان ولسوالۍ کې طالبانو برمته کړي وو.

دغزني د ولایتي شورا غړي خالقداد اکبر وویل، د مالستاني اوسېدونکو په جرګه ورغلي مشرانو او مخورو خبر ورکړی چې وسله والو طالبانو برمته کړي وګړي دجمعې په ورځ وژلي او دوی ته یې د مړو د جسدونو کورنيو ته د سپارلو سپارښتنه کړې.

تېره ورځ د غزني مرستیال والي محمد علي احمدي سلام وطندار ته ویلي و، چې طالبانو ۴ تنه ژوي پلورونکي چې د غزني ولایت مالستان ولسوالۍ اوسیدونکي دي د دې ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې تښتولي دي.

د والي مرستیال زیاته کړې وه، طالبانو دغه کړنه د هغو عملیاتو په غبرګون کې تر سره کړې، چې د کب په ۲۴مه د اېتلاف او افغان ملي امنیتي ځواکونو د جاغوري او ګیلان ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې تر سره کړل.

د اجرستان ولسوالۍ قومي مخورو د برمته شويو وګړو د خلاصون له پاره وسله والو سره خبرې اترې پیل کړې وې.

دغزني ولایت مرستیال والي هم سلام وطندار ته تایید کړه چې د وسله والو له لورې تښتول شوي ۴ وګړي نن وژل شوي دي.

تر اوسه په دې اړه طالبانو څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د ۳۱ برمته شويو مسافرو د برخلیک په اړه هم کوم خبر نشته.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام