هېواد کې د کورونا ۳۰۲ تازه پېښې ثبت شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا ۷۷۲ شکمنې نمونې کتلي چې له ډلې یې د ۳۰۲ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.

دغه وزارت وايي چې د دغو تازه شمېرو په ثبت سره په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۲ زره ۳۲۴ ته رسېدلی دی.

وزارت زیاتوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کورونا ۱۲ اخته کسان مړه شوي او ۱۲۹۰ نور بېرته روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه ټول‌ټال پر کورونا ۸۱۹ اخته کسان مړه شوي او ۱۷ زره ۳۳۱ نور بېرته روغ شوي دي.

تر اوسه په نړۍ کې نږدې ۱۱ میلیونه کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي. په دې ډله کې له ۵۲۴ زرو نه ډېر کسان مړه شوي او له ۶ میلیونه او ۱۴۰ زرو نه ډېر بېرته روغ شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام