د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا ۷۶۱ شکمنې نمونې کتلي چې له ډلې یې د ۲۷۱ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.
د دغه وزارت د عامه اړیکو مسوول سعیدالدین جامي وايي چې د یادو شمېرو په ثبت سره په هېواد کې د کورونا د مثبتو پېښو شمېر ۳۱ زره او ۲۳۸ ته رسېدلی دی.
د نوموړي په وینا، په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا ۱۲ اخته کسان مړه شوي او ۳۳۰ نور بېرته روغ شوي دي.
د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه پر کورونا ۷۴۹ اخته کسان مړه شوي او ۱۳ زره ۹۳۴ نور بېرته روغ شوي دي.
په نړۍ کې بیا تر اوسه له لس میلیونه او ۲۴۳ زرو نه ډېر کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې له ۵۰۰ زرو نه ډېرو هغو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له ۵ میلیونه او ۵۵۳ زرو نه ډېر بېرته روغ شوي دي.