هند ته د ولسمشر غني د سفر ځند- پاکستان ته فرصت ورکول دي

تازه راپورونه وايي چې د روانې میاشت پای کې به افغان ولسمشر هند ته سفر وکړي

د اپریل میاشت په ۱۲مه ولسمشرۍ ماڼۍ خبر ورکړی و، چې جمهور رییس اشرف غني به ډير ژر هند او ایران ته په سفرلاړ شي.

اوس هندي سرچينو ویلي دي، چې افغان ولسمشر غني به د روانې اپریل میاشتې په ۲۷ تاریخ دغه هیواد ته سفر وکړي.

دا به د اشرف غني د ولسمشر په حیث لومړی سفر وي چې هندوستان هیواد ته یې کوي.

په همدې حال کې داسې راپورونه هم راغلي چې دافغانستان لومړۍ مېرمن بي بي ګل په هندوستان کې په یو کانفرانس کې د ګډون له پاره هغه هیواد ته تللې ده.

په نیپال هیواد کې د کتنې پر مهال د هند لومړي وزیر نریندر مودي افغان ولسمشر اشرف غني ته هغه هیواد ته د ورتګ بلنه ورکړه اوغني ژمنه وکړه چې په یو مناسب وخت کې به د نوي دیلي میلمه شي.

همدا ډول په یوه ټلېفوني اړیکه کې هم مودي غني ته د ورتګ ژمنه یاده کړې وه.

کله چې په پرلپسې توګه پاکستاني پوځي او استخباراتي چارواکي کابل ته راغلل نو د کابل ـ اسلام اباد په نويو اړیکو نوي دیلي خپلې اندېښنې افغان دولت سره شریکې کړې.

ددغه اندېښنو د رفع کولو له پاره ولسمشر اشرف غني اجرايوي رییس ته دنده وسپارله چې د مارچ په ۱۴مه هندوستان ته لاړ شي او هندي چارواکو سره د افغانستان او پاکستان په نویو اړیکو خبرې وکړي اوډاډ ورکړي چې ددوی بهرنی سیاست د بل کوم دوست هیواد له پاره ګواښ نه دی.

په افغانستان کې دننه هم ځېنو کړيو پر نوي حکومت نیوکه کوله چې دهند په پرتله پاکستان ته زیات ور مات دی.

دغه کړۍ هند سره اړیکې کم رنګه کول د افغانستان له پاره خطر ګڼي او زیاتوي چې نه باید ولسمشر غني هند سره خپلې تاریخې اړیکې را ټيټي کړي.

خو دسیمې دمسایلو تحلیل ګران بیا په دې نظر دي چې هند سره د اړیکو کم رنګه کول  په حقیقت کې پاکستان ته د دافغانستان دوستۍ له پاره فرصت ورکول دي.

دغه شنونکي وايي، چې اشرف غني دپاکستان پر وړاندې د ګواښنې او فشار سیاست غوره کړی او پاکستان ته څرګندوي که یې د سولې په پروسه کې له همکارۍ ناهیلی شي نو هند ته به مخ واړوي.

د نړیوالو اړیکو استاد محمد امین حیدري سلام وطندار ته وویل، هند ته د ولسمشر غني د سفر ځنډ په حقیقت کې پاکستان ته یو فرصت ورکول و چې دافغان پالیسۍ په اړه بیا ځلې کتنه وکړي او د سولې په پروسه کې ریښتيني همکاري وکړي.

حیدري زیاتوي، چې ولسمشر غني هند سره په اړیکو ټينګولو پاکستان ګواښي او تمه لري چې پاکستان به دافغانستان پر وړاندې خپل چلند بدل کړي.

په همدې حال کې حکومت ته یوې نږدې سرچينې چې له نوم اخیستو ډډه کوي، سلام وطندار ته وویل، چې ولسمشر اشرف غني او اجرايوي رییس له پاکستانه ناهیلي شوي او زیاتوي چې پاکستان خپلې کړې ژمنې عملي نه کړې.

دغه سرچينه زیاتوي، چې افغان لوري له پاکستانه راغلي پلاوي ته همدا پیغام ورکړی چې د سولې په راوستو کې دهمکارۍ په ژمنو کې پاکستان پاتې راغی او له کړنو یې راضي نه دي.

د شنونکو په باور چې پاکستان یواځې په شمار څو شپې ورځې لري چې افغانستان ته دخپلو ژمنو دعملي کولو له پاره ګړندي ګامونه واخلي.

شنونکي دا هم وايي، چې که د سولې په برخه کې کابل د اسلام اباد له همکارۍ ناهیلی شي نو هندوستان سره د اړیکو ټینګښت به ورستۍ لاره وي چې دکابل حکومت به یې خپله کړي.

 

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام