د هندوستان کرکټ بورډ د څوو اوونیو د ګونګوسي له پای ته رسولو وروسته د انګلستان په کوربتوب «چمپینز ټرافي» سیالیو کې د لوبېدو پرېکړه وکړه.
د هندوستان ټایمز د راپور له مخې، دهندوستان کرکټ بورډ دغه راز کرکټ نړیوالې شورا ته ډاډ ورکړی، چې نن به د انګلستان په کوربتوب «چمپینزټرافي» سیالیو ته خپله ملي لوبډله اعلان کړي.
د هندوستان کرکټ بورډ اوس مهال د پیسو په سر له کرکټ نړیوالې شورا سره په جنجال کی دی او په بشپړ غړیتوب لرونکیو لوبدله یواځینی هغه دی، چې د اپرېل په میاشت کې یې د کرکټ نړیوالې شورا په نوي قانون نیوکه وکړه.
د دې هېواد کرکټ بورډ له «اي سي سي» نه د نورو هېوادونو په پرتله د ۱۰۰ میلیونو زیاتو امریکايي ډالرو غوښتنه کړې وه؛ خو «اي سي سي» دا غوښتنه رد کړه. هند لا هم د دې پيسو پر غوښتلو ټینګار کوي.
داسې اټکل و، چې ښایي د هندي کرکټ لوبډله یا پهدې سیالیو کې بېخې ونه لوبېږي یا هم د دویمې درجې لوبډلې د لېږلو پرېکړه وکړي؛ خو داسې ونهشول.
هندي کرکټ بورډ دغه راز په غونډه کې دا پریکړه هم کړې وه، چې د کرکټ نړیوالې شورا پر خلاف به د اوس لهپاره کومه دوسیه نه جوړوي او که پرېکړې ته سره ونه رسېږي؛ بیا له قانوني لارو ـ چارو کار اخلي.
له هندوستان پرته اوسمهال ټولو ۸ ګډونوالو لوبډلو دغو سترو ۵۰ اوریزو سیالیو ته خپلې لوبډلې اعلان کړې دي، چې د لومړي ځل لهپاره د ویسټانډيز پر ځای بنګالۍ ملي لوبډله لوبېږي.
ټاکل شوېده، د انګلستان په کوربتوب چمپینز ټرافي کرکټ سیالۍ د راتلونکي جون میاشتې پر ۵مه نېټه پیل شي، چی ۸ لوبډلې به په کې په دوو ګروپونو کې لوبې وکړي.
انګلستان به له سویلې افریقا، سریلانکا او پاکستان سره او اسټرالیا، انګلستان، نیوزیلینډ او بنګلهدېش به دویم ګروپ کې لوبې وکړي.
پهدې سیالیو کې به هندۍ کرکټ ملي لوبډله له خپلې تېرې اتلولۍ دفاع کوي، چې تېر ځل یې کوربه انګلستان ته په ماتې ورکولو ترلاسه کړې وه.