همایون خیري: ظاهر اغبرنه بلکې فهیم هاشمي د المپیک ملي کمیټې رییس دی

د افغانستان بدني روزنې رییس همایون خیري نن د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هغه فرمان څخه ملاتړ وکړ، چې له مخې یې د ظاهراغبر په مشرۍ المپیک ملي کمیټه لغوه شوې ده.

په هغه غونډه کې، چې نن سه شنبه (مارچ۲۹مه) د افغانستان په بدني روزنې جمنازیوم کې وشوه په کې د بدني روزنې رییس همایون خیري وویل، ورزش افغانستان ته ډيرې خوشحالۍ راوړي دي او اجازه به ور نه کړي، چې په مفسدو لاسونو کې ګوزار شي.

د نوموړي په وینا، چې دالمپیک ملي کمیټې د مشرۍ په سر را ولاړو شویو ستونزو د افغانستان ورزش ورځ تربلې د کمزورۍ په لور روان کړی دی.

خیري له ولسمشر څخه مننه وکړه، چې په دې برخه کې یې خپل فرمان صادر کړ له مخې به یې فهیم هاشمي د افغانستان المپیک ملي کمیټې د مشر په توګه پاتې وي او د حکومتي کمیټۍ د راپور له مخې ظاهر اغبر په مشرۍ اوسنۍ المپیک ملي کمیټه د قانون خلاف ده.

د بدني روزنې رییس له هغو غیرالمپیکي فدراسیونونو څخه، چې د المپیک غړي نه دي وغوښتل، له بدنې روزنې ریاست سره د اساسنامو او مالي امکاناتو په ثبتولو کې همکاري وکړي.

همایون خیري زیاته کړه، دا سمه ده، چې المپیک ملي کمیټه خپلواکه وي، خو دا په دې مانا نه ده، چې افغان حکومت دې د المپیک ملي کمیټې تعادل نه ساتوونکي مشران خلاص لاس پریږدي.

د بدني روزنې د رییس په وینا، هڅه به وکړي په ټولو ورزشي فدراسیونونو کې به با وجدانه، پاک او مسلکي کسان را غونډ کړي.

نوموړي له لوبغاړو وغوښتل، چې د المپیک ملي کمیټې د ځان غوښتونکو چارواکو په لمسون له لاریونونو لاس واخلي او د ښې رهبرۍ د ټاکلو له پاره مثبت رول ولوبوي.

خیري دغه راز له ټولو حکومتي او نړیوالو ادارو او رسنیوڅخه غوښتنه وکړه، چې د المپیک ملي کمیټې د مشرتابه ټاکلو له پاره ترټاکنو پورې د افغانستان د حکومت د پریکړې ته احترام وکړي او له المپیک ملي کمیټې سره د اړیکو په برخه کې دافغانستان د حکومت له پریکړې څخه سرغړونه و نه کړي.

د یادونې وړ ده، چې څو میاشتې وړاندې د ظاهر اغبر په مشرۍ المپیک ملي کمیټه کې د فساد خلاف دوسیه څارنوالۍ ته وړاندې شوه، چې ښایي تر ۳ میاشتو محکمې ته وړاندې شي.

په همدې حال کې د تیرې ورځې راهیسې په کابل کې دالمپیک ملي کمیټې او د یو شمیر فدراسیونونو د سلګونه لوبغاړو له خوا د افغانستان د بدني روزنې ریاست او د ولسمشر محمد اشرف د فرمان خلاف په کابل کې لاریونونو هم پیل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام