هلمند کې د ګوزڼ له واکیسنه د ۶۰۰زرو ماشومانو د پاتې کېدو اندېښنه

په هلمند کې د ماشومانو ګوزڼ پرضد واکسین کمپاین داسې مهال پیل شو چې امکان لري په دغه ولایت کې له څه باندې ۸۰۰ زرو ماشومانو یوازي ۲۰۰ زره هغه یې د پولیو یا ګوزڼ پرضد واکسین شي او پاتې ۶۰۰ زره نور یې د ناامنیو او ځېنو ستونزو له‌امله له واکیسنه پاتې شي.

د عامې روغتیا رییس وايي، طالبانو ویلي تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې یوازې په جوماتونو کې د ګوزڼ پرضد واکسین ته اجازه ورکوي؛ نه کور پر کور.

د عامې روغتیا رییس امین‌الله عابد وایي په جوماتونو کې د واکسین تطبیق ستونزه دا ده چې نه یوازې ښځینه جوماتونو ته خپل ماشومان نه‌شي وړی، بلکې یو محدویت رامنځته کېږي؛ ځکه خو ډېر ماشومان له واکسینه پاتې کېږي.  

مخکې تر دې څو ځلې د واکسین رضاکارانو پر بې‌پريوالي د عامې روغتیا ریاست او طالبانو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې وي، خو دا ځل د هلمند د عامې روغتیا رییس وايي، له ډې شمېره ۶۰۰ زره ماشومان له واکسینه پاتې کېږي.

د ښاغلي عابد په وینا د ګوزڼ واکسین سراسري کمپاین پلي کېدو په اړه له طالبانو سره خبرې کوي او له ښکېلو خواوو غواړي د واکسین کمپاین یو ملي موضوع ده ټول دې ورسره مرسته وکړي.

د هلمند اوسېدونکي هم د ګوزڼ له واکسینه د دومره شمېر ماشومانو پاتې کېدو په اړه اندېښنه ښيي. د عبدالستار اوعبدالعلي په نومونو دوو هلمندیانو سلام‌وطندار ته وویل، دا یوه جدي ستونزه ده باید ټولوې خواوې او ولس همکاري وکړي.

د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې یو ماشوم سره له دي چې پخوا یې د ګوزڼ ضد واکسینونه اخیستي، بیا هم پر ګوزڼ اخته شوی دی.

د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايې دغه ماشوم ته پر وخت واکسین رسېدلی نه‌‌و. 

هلمندیان وايي، په نادعلي ولسوالۍ کې د یو ماشومو د ګوزڼ پر پېښې خواشيني دي. وايي چې طالبان تر خپلواک لاندې سیمو کې د ګوزڼ تطبیق ته اجازه نه ورکوي له کبله یې د ګوزڼ مثبتو پېښو مسوولیت د طالبانو دی.

د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مسوول ډاکتر عصمت‌الله حکیمي وايي که وضعیت دغه ډول دوام وکړي د ګوزڼ نورې پېښې هم رامنځته کېدی شي.

د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايې د ګوزڼ واکسین له سیاست سره هېڅ تړاو نه‌لري خو بیا هم په کلیو او هغو سیمو کې چې د دولت مخالفو وسله‌والو تر ولکې لاندې دي واکسیناتوران له ستونزو سره مخ کېږي.

د ریپوټونو پربنسټ افغانستان، ناجیریا او پاکستان په نړۍواله کچه هغه هېوادونه دي چې لاهم د ګوزڼ خطرناک ویروس په کې له ماشومانو قرباني اخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام