هلمند کې د طالبانو دوو ډلو پر یو بل ځانمرګي بریدونه کړي

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، چې نن ګهیځ شاوخوا ۶ بجې د ګرشک ولسوالۍ د سمینار په دښته کې د ملا محمدرسول په مشرۍ د طالبانو په یوې پلې ډلې د طالبانو بل مشر ملا هبت الله وسله والو کسانو موتر بم برید کړی دی.

عمرځواک سلام وطندار ته وویل، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې برید کې ۳ تنه وژل شوي او ۵ تنه ټپيان شوي دي.

دی وايي، د هلمند ګرشک ولسوالۍ د سمینار دښته د ملا محمدرسول په مشرۍ د طالبانو ترواک لاندې ده.

بل خوا د هلمند د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالسلام افغان وايي، چې د ملا محمدرسول ډلې د چهار شنبې میلې پرمهال د ملاهبت الله پرډلې د مالګیر په سیمه کې ځانمرګی برید کړی دی.

افغان وايي، په دې برید کې د ملا هبت الله د ډلې ۴ تنه وژل شوي او ۳ نور یې ټپیان دي.

قاري یوسف احمدي چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند بولي رسنیو ته په یو لېږل شوي پیغام کې ادعا کړې، چې د ګرشک په ولسوالۍ کې یې د ملي امنیت په یوې قطعې موټربم چاودنه کړې ده.

دی وايي، دغه موټر بم برید د محمد نسیم هلمندي له خوا شوی دی او په پېښه کې ۲۶ تنه وژل شوي دي.

دغه راز ځايي امنیتي چارواکي بیا دغه ادعاوې ردوي.

دا په هلمند کې لومړی ځل دی، چې د وسله والو طالبانو د دواړو ډلو مشرانو وسله وال پر یو بل ځانمرګي بریدونه کوي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام