هلمندیانو د وروستي موټربم برید سیمه کې د سولې خېمه درولې

د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د وړمې ورځې خونړۍ چاودنې پر ځای ځوانانو د سولې تر نوم لاندې خېمه درولې او له طالبانو غواړي جګړه ودروي او د سولې لار خپله کړي.

د لښکرګا ښار په لومړۍ حوزه کې د جمعې پر ماښام د نوي کال په ویاړ د سپورتي سيالۍ پر ګډونوالو موټربم بريد وشو چې ۱۵ولسي خلک په کې ووژل شول او ۵۵ نور ټپیان شول.

د هلمند ګڼو مدني فعالانو او ځوانانو د یادې خونړۍ پېښې په غبرګون نن د برید  پر ځای د سولې تر نوم لاندې د اعتراض خېمه درولې.

د دغه ولسي حرکت سمبالونکي اقبال خېبر سلام‌وطندار ته وويل موخه یې د جګړې درېدل او له طالبانو د سولې غوښتنه دي.

اقبال خېبر وايي، پلان کړې یې ده تر پنځو ورځو کور پر کور ګرځي خلک راټولوي؛ بيا د جګړې مرکزونو ته ورځي، طالبانو ته ورځي او د سولې دا غوښتنه مخامخ ترې کوي.

د دغه حرکت بل غړی احمدجان خادم هم سلام‌وطندار ته وويل دوی له هېڅ سیاسي ډلې او ټولنې سره تړاو نه لري.    

دا په تېرو ۱۵ کلونو کې لومړی ځل دی چې په هلمند کې ولسي خلک د جګړې پر ضد راټولېږي او د دولت له وسله‌والو مخالفينو د سولې غوښتنه کوي.

د دوی د دغه اقدام په اړه تراوسه طالبانو غبرګون نه دی ښودلی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام