هغه کډوال چې ډک لاس بېرته هېواد ته را ستانه شوي

که څه هم د کډوالۍ ستونزه له پخوا راهیسې په هېواد کې شته، خو په دې وروستیو کلونو کې د ناامنیو زیاتېدل لامل شوي چې د کډوالۍ کچه په بې‌مخینې توګه لوړه شي.

هره ورځ سلګونه افغانان د بېلابېلو لاملونو له کبله بهر هېوادونو ته ځي او همداسې سلګونه نور بیا بېرته خپل هېواد ته راګرځي.

نیمروز چې له ایران سره ګډه پوله لري، هره ورځ ترې سلګونه افغانان له دغه ولایت نه ایران ته تګ‌راتګ کوي.

ډېری افغانان چې له ایران نه دغه ولایت ته دننه کېږي، پر ودانیزو او د بیارغونو پر چارو بوخت دي.

په نیمروز کې د یوه ودانیز شرکت مسوول عبدالشکور وايي، ډېری کارګران چې ورسره کار کوي، ودانیزې چارې یې له هېواده بهر په مسلکي ډول زده ‌کړي او په وینا یې، ډېره برخه یې تازه له ایرانه را ستانه شوي دي.

یوشمېر هغه افغانان چې له ایران او پاکستان نه را ګرځول شوي وايي، د ودانیزو چارو مهارتونه یې په یادو هېوادونو کې زده ‌کړي دي.

د نیمروز ولایت اوسېدونکی قدرت فاتح چې شپږ میاشتې وړاندې له ایران نه را ستون شوی وايي، اووه کاله یې په ایران کې تېر کړي او په دې موده کې یې د ودانیزو چارو نوي مهارتونه زده کړي چې په وینا یې، اوس په خپل هېواد کې هم په همدې برخه کې کار کوي.

د ودانیزو چارو ترڅنګ، خیاطي، ګل‌دوزي، اوبدل او د فېشن کول هم له نورو هېوادونو نه د راګرځېدلو افغانانو لاسته‌رواړنې دي.

د نیمروز اوسېدونکې ارزو صدف یو کال وړاندې له ایران نه بېرته هېواد ته را ستنه شوې ده.

هغه وايي، خیاطي او فېشن یې په ایران کې زده ‌کړی او دا چې کولای شي له دې لارې خلکو ته ګټه ورسوي، ډېره خوشحاله ده.

پر دې ټولو سربېره یوشمېر بېرته را ستانه شوي کډوال چې معتبر ښوونیز او د لوړو زده‌کړو سندونه لري، پر لوړو پوستونو کار کوي.

د نیمروز یو بل اوسېدونکی اسدالله اسد څلور کاله په تاجکستان هېواد کې لوړې زده‌کړې کړي. هغه وايي، باوري دی چې د خپلې ټولنې لپاره به ګټور ثابت شي.

ټولن‌پوه نبي‌الله بینش بیا باور لري، سره له دې چې کډوالي ننګونې او ستونزې لري، خو ځینې کسان په‌کې مثبت کارونه هم زده‌ کوي چې کېدای شي د یوې ټولنې پر کلتوري وده اغېز وکړي.

د نیمروز ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس محمد سلیم قاضي‌خېل سلام‌وطندار ته ویلي، د هغو کډوالو لپاره یې کاري اسانتیاوې په پام کې نیولي چې بېرته هېواد ته را ستنېږي.

د هغه په وینا، دغسې کډوال د همکارو ادارو په همکارۍ پر کار ګومارل کېږي.

افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو له ډلې دی چې میلیونونه وګړي یې په نورو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند کوي.

خو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مالومات ښيي چې په دې وروستیو کې ګڼ‌شمېر افغانان له بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول له ایران او پاکستان نه بېرته خپل هېواد ته را ګرځېدلي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام