هغه کس چې «د نصوارو پلورلو» په پيسو یې کور واخیست

کابل د یو میلیوني پلازمېنې په توګه په‌خپله غېږه کې هر ډول وګړیو ته د اوسېدو ځای ورکړی. څوک دفتر ته ځي، څوک سوالګر دي او څوک په ښاري سړکونو د ژوند بسیانې په پار په کار بوخت دي.

د کابل په لویدیځ کې د میرویس‌میدان (کوټه‌سنګي) په سیمه کې یو د منځني عمر سړي په‌دې ژمي کې د نصوارو په پلورلو بوخت دی.

دا سړی عبدالرزاق نومېږي. ۴۵ کاله عمر لري او ځان د پروان اوسېدونکی ګڼي. دی وايي چې له ننه ۱۵ کاله مخکې د بې‌وزلۍ له امله له خپلې کورنۍ سره کابل ته راغلی او له هماغه وخته تر نن د سهار له ۶ شپږو د شپې تر ۸ بجو د میرویس‌میدان تر پله لاندې نصوار پلوري.

عبدالرزاق وايي، دا چې په ډېر زحمت نصوار جوړوي؛ ښه مشهور شوی‌دی. دی له همدې لارې په ګټلو پيسو خپل ۱۱ کسیز کور چلوي او په دشت‌برچي کې یې یو کور هم پېرلی دی.

دا نصوارپلورنکی وايي چې د چنار له پوسته او په پروان ولایت کې د کرل شویو تنباکوو نه داسې نصوار جوړوي چې د کابل په ګډون په ولایتونو کې هم پېرېدونکي لري.

دا سړی وايي چې په ۵ زره افغانۍ یې کار پیل کړی او اوس هره میاشت شاوخوا ۱۵ زره افغانۍ درامد لري.

د عبدالرزاق په وینا، له یوې اوونۍ راهیسې د کابل پولیس او ښاروالي ده او نورو لاس‌پلورنکیو پسې راخیستې ده او د دوی له‌پاره یې هېڅ ځای په نظر کې نه‌دی نیولی.

دا په‌داسې حال کې ده چې په افغانستان کې ورځ تر بلې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ کچه مخ په ډېرېدو ده او د نړیوال بانک د راپور په اساس، نږدې ۳۹ سلنه افغانان د بې‌وزلۍ تر سرې کرښې لاندې ژوند کوي. دې راپور ویلي چې ۱،۳ سلنه افغانان د ژوند ابتدايي اړتیاوو ته لاس‌رسی نه‌لري.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام