د هرات ولایت د اوبه ولسوالۍ په بازار کې د یو موټرسایکل پهواسطه ځای پرځای شوي ماین نن سهار ۸نیمې بجې چاودنه کړېده.
د هرات ولایت د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا وايي، چې پهدې چاودنې کې ۵تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپيان شويدي.
د ښاغلي تمنا په وینا، ښايي د مړو او ټپيانو شمېر کې بدلون راشي.
دی زیاتوي چې دا چاودنه د اوبه ولسوالۍ روغتیايي کلینک ته په یو کیلو مترۍ کې پېښه شوېده.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، دې چاودنې کې د یو ماشوم او یو سپینږیري په ګډون ۱۴تنه ټبیان شوي.
ویل کېږي د دې چاودنې هدف اوبه ولسوال موټر و.
تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کومې ډلې یا چا په غاړه نهدی اخېستی.
اوبه ولسوالي تقریباً د هرات لېرې ولسوالي ده او ډېرې سیمې نا امنه دي.