د عامې روغتيا وزارت مسوولان تر راتلونکيو دوه ورځو پورې په هرات کې د کورونا ویروس د ازمايلو د يوه مرکز د جوړېدو خبر ورکوي.
د ياد وزارت وياند وحيد مايار وايي، د ياد مرکز کارونه به نن يا سباته پيل شي او پهکې به په کورونا ويروس د شکمنو کسانو تشخيص کېږي.
د مايار په وينا، د يار مرکز په جوړېدو سره به نوره اړتيا نه وي چې له هرات نه د شکمنو کسانو نمونې کابل ته ولېږل شي.
درې ورځې وړاندې د هرات له روغتون نه يو شمېر د کورونا ويروس لرونکي ناروغان له دې روغتون ځکه وتښتېدل چې د معايناتو پايلې يې ځنډېدلې وې.
له دې سره هم مهاله د هرات والي عبدالقیوم رحيمي په دې ولايت کې د کورونا ويروس د ناروغانو لپاره د يوه ځانګړي روغتون د جوړېدو خبر ورکوي.
رحيمي وايي، دا روغتون د ولسمشرۍ ماڼۍ په ځانګړي وړانديز جوړېږي او تر راتلونکيو ۱۵ ورځو پورې به ګتې اخيستنې ته وسپارل شي.
د هرات د والي په وينا چې دغه روغتون په ۲۰۶۴ متر مربع ځمکه کې جوړېږي او روغتون به یو منزل وي.
ټاکل شوې د دې روغتون په جوړېدو کې ۱۰۰کارکوونکي په درې کاري وختونو کې کار وکړي.
د يادولو ده چې تر اوسه پورې په ټول هېواد کې په کورونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۲۲ ته رسېږي.