هرات: د یو کال په اوږدو کې نږدې ۱۰۰ صنعتي فابريکې تړل شوي

د هرات ولایت د سوداګريو او صنايعو خونو چارواکي وايي، چې په دې وروستيو کې د ناامنيو له کبله شاوخوا ۱۰۰ فابريکې تړل شوي.

د یاد ولایت د سوداګريو خونو مرستيال سیروس علاف له نوي والي غوښتنه کوي، چې په اقتصادي برخه کې د هرات پر وړاندې د حکومت دوه ګوني سیاست ته د پای ټکی کېږدي.

اخوا د هرات ولایت ځينې پانګوال د دغه ولایت له نوي والي غوښتنه کوي، چې د سوداګرو له پاره دې د امنيت په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي او په دغه ولایت کې د پانګونې له پاره زياتې زمينې برابرې کړي.

پانګوال وايي، چې په هرات کې د امنیت نه شتون او د حکومت له لوري د پانګونې نه ملاتړ د دې لامل شوي، چې په لسګونه پانګوال د افغانستان څخه خپلې پانګې وباسي.

د هرات ولایت یو تن سوداګر محمد یوسف وايي، چې په دغه ولایت کې پانګه اچونه د نوي والي په کار پورې اړه لري او په وينا يې باید نوی والي د پانګوال امنيت خوندي کړي.

د یاد ولایت بل پانګوال غلام جيلاني حميدي وايي، کله چې په هېواد کې امنيت ټينګ شي، نو پانګوال د پانګونې له پاره پخپله تشويقيږي.

د هرات نوي والي محمد اصف رحيمي هم ژمنه وکړه، چې د دغه ولایت پانګوالو امنيت او د پانګونې د فرصتونو زیاتول به يې د کار په لومړيتوبونو کې ځای ولري.

رحيمي وايي، په هرات ولایت کې د صنعتي ښارګوټي د پراختیا له پاره به اساسي ګامونه واخلي او په دې ولایت کې به سوداګرو ته یو خوندي چاپیریال رامنځته کړي.

اصف رحيمې تېره اونۍ د هرات د نوي والي په توګه دنده پېل کړه، له دې وړاندې یې د کرنې او مالدارۍ د وزیر په توګه دنده ترسره کړې وه.

هرات دافغانستان یو له هغه ولایتونو څخه شمارل کيږي، چې په کې نسبتا سوداګرۍ ته ښه زمينه براره ده خو د ورستيو نا امنیو او سیاسي کړکيچونو له امله په دغه ولایت کې هم د صنعتي او اقتصادي کارونو چندان خوند نشته.

څه موده وړاندې داسې خبرونه هم خپاره شوي و چې نږدې ۲۶ سلنه پانګوالو له هراته خپلې پانګې بهر ویستلي دي.

په دې ولایت کې د صنعتي ښار ګوټي د پراختیا له پاره په تېر کې هلې ځلې شوې وې.

د کشمېرې د اوبدلو، د وسپنې د ویلې کولو، دمرمرو د تراشلو د فابریکو د فعالېدو او جوړېدو خبرونه هم ورکړل شوي و؛ خو اوس مهال په دې ولایت کې سوداګر خپله سوداګري خوندي نه بولي او اندېښمن کړي یې دي.

 

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام