هاشم املا په «ای پي اېل» کې په پريټي زېنټا ننګه وکړه

د کرکټ لوبې مشهورې وېبپاڼې «کریک انفو» د راپور له مخې، ټاکل شوې ده، د سويلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې تکړه مسلمان لوبغاړی هاشم املا د هندوستان په روان «ای پي اېل» سیالیو کې د پريټي زېنټا په لوبډله کې ولوبېږي.

ویل کېږي چې املا، د هندۍ فلمې ستورې پریټي زېنټا لوبډلې «کنګزالیون پنجاب» لوبډلې له خوا د اسټرالوي ټپي لوبغاړي شان مارش پر ځای لوبېدلو ته غوره شوی دی.

شان مارش د تېر اپریل پر ۱۹مه نېټه، د کلکتې په خلاف لوبه کې ټپي شو، چې بیا هم په وروستۍ لوبه کې د ګجرات لوبډلې په خلاف ولوبېد؛ خو د ملا د ټپونو له کبله نور د لوبېدلو جوګه نه و.

ویل کېږي، چی هاشم املا که څه هم پخوا په دغو سیالیو کې د نڅاګرو انجونو له کبله د سیالیو کولو انکار کړی و؛ خو دا ځل به ډېر ژر له پنجاب لوبډلې سره د سیالیو په پار یوځای شي.

ټاکل شوې ده، پنجاب لوبډله چې اوسمهال په روان جام کې وروستي اتم مقام کې ځای لري؛ نن په اتمه لوبه کې له کلکتې لوبډلې سره لوبه وکړي.

دا به لومړی ځل وي، چې هاشم املا د هندوستان په سترو سوداګریزو «ای پي اېل» سیالیو کې لوبېږي.

املا د روان کال «ای پي اېل» سیالیو نیلامۍ ته غوره شوی و، چې لومړی قیمت یې ۱۰۰ زره هندۍ روپۍ وي، خو یوې لوبډلې هم وانخیست.

هاشم املا ښي لاسی بیټسمین دی، چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې یې د سویلي افریقا ټېسټ لوبډلې کپټانۍ څخه استعفا ورکړه؛ خو لا هم په ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې د سویلي افریقا استازیتوب کوي.

اوپنر توپ وهونکی املا په ۸۸ شل اوریزو لوبو کې لوبېدلی دی، چې تر اوسه یې څه باندې ۲ زره منډې، شاوخوا ۱۳۰ سټرایک رېټ کې کړې دي.

هاشم املا دغه راز په ۲۰۱۶ کال شل اوریز کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د سویلی افریقا کرکټ ملي لوبډلې په ګټه ۲ نیمه سلیزې هم ووهلې.

د ویلو ده، چې تراوسه د هندوستان په روانو ۶م پړاو «ای پي اېل» سیالیو کې اسټرالوي شان مارش، اسټرالوي مېچل مارش، اسټرالوي سټیف سمېت، انګلستاني کیون پېټرسن او سویلي افریقایي فف ډوپلېسېس ټپي شوي او له سیالیو بهرشوي دي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام