نی: په افغانستان کې معلوماتو ته د لاسرسي وضعیت بحراني دی

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی نن په ټول هېواد کې اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعیت په اړه خپل راپور خپور کړ.

دغه اداره وايي، په دې څېړنیز راپور کې د هېواد له پنځو زونونو نه ۱۰۰ خبریالانو ګډون کړی دی.

د نی چارواکي وايي، په هېواد کې اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعیت بحراني دی او د هرې ورځې په تېرېدو لاپسې ناسم لوري ته ځي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې اجرايوي رییس مجیب خلوتګر وايي، امنیتي ادارې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې تر ټولو ناسم وضعیت لري.

د ده په خبره، امنیتي ادارې یا ځواب ورکولو ته نه حاضرېږي او یا هم د حکومت په پلوي اطلاعات خپروي.

هغه وايي، د ولسمشرۍ ماڼۍ او د عامې روغتیا وزارت فعالیت هم کمزوری دی او دغه دوه ادارې خبریالان له خپلې خوښې سره سم ټاکي او معلومات ورکوي.

د نی اداره دغه راز وايي چې له امنیتي سکټور وروسته، عدلي او قضايي ادارې، ولسمشرۍ ماڼۍ، ښاروالۍ، عامې روغتیا وزارت، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت او مالیې وزارت هغه ادارې دي چې حاضر نه دي خپل معلومات له رسنیو او خبریالانو سره شریک کړي.

په ورته وخت کې د نی چارواکي اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي، دولتي ویاندویان یا ځواب ورکولو ته نه حاضرېږي او یا هم په ډېر ځنډ ځواب ورکوي.

خو د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال وايي، حکومت او دولتي ادارې مکلفې دي چې پر ټاکلي وخت خبریالانو ته اطلاعات ورکړي.

بله‌خوا خبریالان په دې اړه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون نه د جدي پام غوښتنه کوي. خبریالان شېرشاه رسولي او فهم نېکزاد وايي، څو ځله له دولتي ویاندویانو سره اړیکه نیسي، خو څوک یې اړیکو ته ځواب نه ورکوي.

دوی وايي، دولتي، په تېره امنیتي ادارې د معلوماتو په شریکولو کې ورسره لازمه مرسته نه کوي او په‌کار ده چې دا ستونزه حل شي.

د حکومت ناکامي، د معلوماتو پټول او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون نمایشي‌توب هغه دلایل دي چې د خبریالانو په خبره، له امله یې دولتي ادارې ځواب ورکولو ته نه حاضرېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام