د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ ادارې یا نی مسوولینو نن پنجشنبه (فبروري ۱۱مه) په کابل کې د راډیو نړیوالې ورځې په مناسبت خبري غونډې ته وویل، چې د افغانستان یو شمېر سيمه ییزې راډیوګانې د بېلابېلو اشخاصو او ډلو له لارې ځان سانسورۍ ته اړ ایستل شوې دي.
خبري غونډې ته د یاد بنسټ یوه مسوول صدیق الله توحیدي وویل، په ځینو سیمو کې ددولت مخالفو وسله والو سیمه ییزې راډیو ګانې اړ کړي دي، چې خپلې خپرونې په یو ډول بدلې کړي او مطالب ددولت مخالفو وسله والو په خوخښه خپاره کړي.
توحیدي زیاته کړه، چې د نی یوې سروې پربنسټ چې له ۱۲۰رادیو ګانو مسوولینو څخه پوښتنې پکې شوي څرګنده شوې، چې راډیويي خبریالان څلور سترې ستونزې لري.
په دې ستونزو کې اقتصادي، امنیتي، د ښځینه مسلکي خبریالانو نشوالی او مالوماتو ته نه لاسرسی شامل دي.
نوموړي زیاته کړه، چې له ۱۲۰ راډيو ګانو څخه ۹۰ رادیو ګانې اقتصادي ستونزې خپله ستره ستونزه او ۶۱ نورې رادیوګانې بیا له ناامنيو سرټکوي.
ددې سروې له مخې د ښځینه وو مسلکي کارکوونکو نشوالی درېیمه او مالوماتو ته نه لاسرسی څلورمه ستونزه بلل کیږي.
په افغانستان کې ټولټال ۱۷۵ راډیو ګانې فعالیت کوي چې ۷ یې د اقتصادي او امنیتي ستونزه له امله تړل شوې دي.