نی: سږکال ۲۰ خبریالان وژل شوي او۲۰ نور ټپیان شوي

د رسنیو د څار کلني راپور کي ـ چې نن خپور شو ـ راغلي، په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې پر ۱۲ رسنیزو مرکزونو بریدونه شوي او له‌دې سره هم‌مهاله له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۹۷ پېښې ثبت شوې‌دي.

د ازادو رسنیو ملاتړ بنسټ یا نی اجرایوي رییس عبدالمجیب خلوتګر وایي، اوسنیو شرایطو ته په کتو د تېر کال په پرتله له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پېښو کې ۱۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د ده په وینا، په ۲۰۱۸ کال کې ۲۰ خبریال وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي‌.

دا په‌داسې حال کې ده چې همدا نن هم سهار هم په هرات کې پر یوې راډیو وسله‌وال برید شوی‌دی.

د نی اجرایوي رییس عبدالمجیب خلوتګر په وینا، د تېرو کلونو په شان له خبریالانو سره بېلابېلو لورو تاوتریخوالی کړی. سږ کال له خبریالانو سره د تاو تریخوالي ۵۵ سلنه پېښو عاملین حکومتي چارواکي، ۲۳ سلنه طالبان، ۱۴ سلنه ناپېژاندي کسان او ۸ سلنه عام وګړي دي.

له خبریالانو سره د حکومتي چارواکیو تاوتریخوالي په اړه د ولسمشر مرستیال ویاند شاه‌حسین مرتضوي بیا دغه معلومات بې‌بنسټه بولي او د تاوتریخوالي ټوله په پر طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو اچوي.

د راپورو له‌مخې، په ۲۰۱۷ کال کې پر رسنیو یوازې ۲ بریدونه او د تاوتریخوالي ۱۶۶ پېښې شوې‌وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام