نی: د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو کې رسنۍ او د بیان ازادي له پامه غورځېدلې وه

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی د خبریال د ملي ورځې په را رسېدو سره وايي چې روان کال د بیان ازادۍ او د رسنیو وضعیت بدتر شوی دی.

د نۍ ادارې مسوولان وايي، د رسنیو اقتصادي ستونزې، د حکومت له خوا له رسنیو او خبریالانو د ملاتړ نه موجوديت او اطلاعاتو ته د لاس‌رسي نه موجوديت هغه لویې ننګونې دي چې د خبریالانو د فعالیتونو پر وړاندې خنډ دي.

 د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې اجراييوي رییس مجیب خلوتګر وايي، حکومت نه باید د سولې په داسې خبرو اترو کې برخه واخلي چې د بیان ازادي په کې پام کې نه نیول کېږي.

دغه راز خبریالان هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې د بیان ازادۍ له پامه غورځولو نه شکایت لري او وايي، د افغانانو ترمنځ را روانو خبرو اترو کې د رسنیو حضور اړین دی.

په ورتهو وخت کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم په یوه ټوېټري پیغام کې ویلي چې د هېواد خبریالان او رسنۍ د اطلاع رسونې په دنده کې د وسله‌والو مخالفینو، دولتي چارواکيو او زورواکو له تاوتریخوالي سره مخ دي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون همدارنګه ویلي چې ازاد او خپلواک خبریالان او رسنۍ باید له قانوني او کاري خوندیتوبه برخمن وي او د حکومت له خوا یې ملاتړ وشي.

همدارنګه ارګ او سپېدار ماڼیو هم په جلا جلا اعلامیو کې د خبریال د ملي ورځې مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې د بیان په ازادۍ به معامله ونه شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام