
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او کابل ښاروالۍ نن د روان کال د کب په شلمه چې د نیالګيو کېنولو ملي ورځ ګڼل شوې، د نیالګيو په کېنولو سره ولس ته سپارښتنه وکړه چې د نیالګيو په ستانه کې همکاري وکړي.
یادو ادارو خلکو ته وویل چې د ژوند چاپېریال شنه ساتلو لپاره د نیالګيو وېش او کېنولو ته پوره چمتوالی لري.
په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد دراني په خبرو کې وویل چې هر کال د خلکو د نه پاملرنې له کبله ۴۰ سلنه نوي کېنول شوي نیالګي له منځه ځي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو عمومي رییس محمد رفېع قاضيزاده وايي، د کابل په ۱۲بېلابېلو سيمو کې چې د شنه ملا بند پروژې تر پوښښ لاندې دي، د نیالګيو کېنولو کمپاینونه پيل کېږي.
قاضي زاده وویل چې شاوخوا ۲ میلیونه نیالګي کېنولو ته چمتو شوي دي.
دغه راز د افغانستان د چاپېریال ساتنې سفیر نثار احمد بهاوي له خلکو وغوښتل چې د نیالګیو، شنو ونو او چاپېریال ساتنې په چاره کې هڅه او د چارواکيو ملتیا وکړي.
افغانستان هر کال په کب میاشت کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پيلوي او په دغه کمپاین کې زرګونه نیال کېنول کېږي؛ خو د نه پاملرنې له کبله بېرته وچ یا هم له منځه ځي.