نوښت‌ګر انسانان معمولا په رواني ناروغیو اخته کېږي

د برېټانیا رواني درملنې مجلې تازه څېړنه ښيي چې نوښت‌ګر انسانان د نوروعادي انسانانو په پرتلې له ۹۰ سلنې زیات په رواني ناروغیو په ځانګړې توګه په سکیزوفرني اخته دي.

د بېلګې په توګه، ونسانونګوګ او ولفاګانګ موتزارت، نوښت‌ګر نابغه‌ګان دي چې له رواني ناروغیو ځورېدل.

د لندن کېنګ پوهنتون د دغې څېړنې له‌پاره د ۴،۵ میلیونو سوېډنیانو د درملنې دوسیې څېړلې دي. د دغو کسانو د تحصیلي مشخصې په ارزونه کې مشخصه شوې هغو کسانو چې د هنر او ادبیاتو په برخه کې زده‌کړې کړي د نورو رشتو د فارغانو په پرتلې ډېر ژر په رواني ناروغیو اخته شوي دي.

څېړونکیو موندلې نوښت‌ګر او هنرمند انسانان په ځانګړې توګه د ژوند په دویمه لسیزه کې په رواني ناروغیو اخته کېږي. نوښت‌ګر انسانان زیاتره په سکیزوفرني ناروغیو اخته وي. ۳۹ سلنه کسان په افسردګۍ او ۶۲ سلنه په دوه قطبي اختلال اخته کېږي.

له دې ټولو سره ـ سره تراوسه مشخصه نه ده چې ولې په نوښت‌ګرو انسانانو کې رواني ناروغي زیاته ده. د دغې څېړنې د مشر څېړونکي جیمز ام‌سي کب، په باور ښايي ارثي عوامل په دې برخه کې مهم نقش ولري.

په سکیزوفرني د اخته کسانو شمېر د نړۍ د نفوس یو سلنه جوړوي، خو دغه کتله خلک زیاتره نوښت‌ګر او هنرمند انسانان دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام