له دندې استعفا کول ځانګړی اخلاقي جرأت غواړي، چې دغه جرأت کول د نړۍ زیاتره لوړ رتبه مامورین په ځانګړي ډول د ورزش په برخه کې نوموتي لوبغاړي د وسې کار نه دی.
زیاتره یې یا په زور ایستل کيږي او یا هم د خپلو هېوادوالو لهخوا له زیاتو فشارونو له دندې لاس په سر کېدو ته اړ کيږي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان نوروزمنګل د نړیوال کرکټ هغه لومړنی مسلکي لوبغاړی شو، چې د روان (۲۰۱۷ میلادي) کال لومړۍ میاشتې په لومړۍ ورځ یې نړیوال کرکټ ته د پای ټکی کیښود.
د افغانستان په شمول د کرکټ نړۍ په بېلا بېلو لوبډلو کې د کرکټ مینهوالو په اند داسې لوبغاړي لیدل کیږي، چې یا خو پخپله استعفا ورکړې، یا به له لوبډلو څخه په پاتې کیدو استعفا ته مجبوره شي او یا به د تېرکال په څیر کرکټ مینهوال په خپلو استعفاوو سره حیران کړي.
د کرکټ په ډګر کې په تېر ۲۰۱۶ کال کې هم زیات شمیر لوبغاړو له کرکټ سره مخه ښه وکړه، چې د یو شمیر پریکړو یې مینهوال هک پک کړل.
لهدې ډلې داسې کرکټ لوبغاړي وو، چې یوازې له ټیسټ، شل اوریزه، پنځوس اوریزه او یا هم له هرقسم نړیوال او کورني کرکټ سره یې مخه ښه وکړه.
پهدې ډله کې سکاټلینډي تکړه بیټسمین پریسټن مومسین، نیوزیلینډي بیټسمین ګرانټ ایلیټ، سریلانکایي چپ لاسي سپنر بالر رنګنا هیرات، هندي تیزبالر لکشمي پتي بالاجي، ویسټ انډيزي پخواني بیټسمین رام نریش سروان او د همدی هیواد تیزبالر جیرم ټیلر شامل وو.
تیرکال نیوزیلیندي کپتان برینډن مکولم دهندوستان خلاف د لومړي نیوزیلینډي لوبغاړي په توګه په تیسټ سیالۍ کې درې سلیزې جوړې کړې او لوبډله یې د لومړي ځل لهپاره د ۵۰ اوریزه نړیوال جام فاینل ته ورسوله، خو د تیرکال لومړی لوبغاړی و، چې د فیبرورۍ میاشت یې د نړیوال کرکټ وروستۍ میاشت وه.
سریلانکایي اوپنر تلکرتني دیلشن هم د تیرکال هغه لوبغاړی وو، چې په اګست میاشت کې يې د سریلانکا لهپاره اوږد نړیوال کرکټ ته د پای ټکی کیښود.
انګلستاني بیټسمین جیمز ټیلر هم د تیرکال په اپریل میاشت کې د زړه ناروغۍ له کبله په کم عمرۍ کې نړیوال کرکټ پریښود.
همدارنګه ویسټ انډيزي بیټسمین شینوراین چندرپال د تیر ۲۰۱۶ کال په مۍ میاشت کې له نړیوال کرکټ څخه په ګوښه کیدو کرکټ مینهوال حیران او هک پک کړل.
دغه راز د تیرکال په (مارچ) میاشت کې د هندوستان خلاف د شل اوریزه لوبو وروسته اسټرالیايي بهترینه "ال راونډر" شین واټنس هم د تل لهپاره له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه.