
تېره شپه د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ په وزیرو سیمه کې یو سیمهییز پولیس دوه نور سیمهییز پولیس وژلي او له پېښې وروسته وسلهوالو طالبانو سره یو ځای شویدی.
د ننګرهار د ولایتي شورا غړی اجمل عمر وايي، دغه سیمهییز پولیس داسې مهال خپل دوه ګزمه کوونکي ملګري وژلي، چې خپله په پیره ولاړ و.
اجمل عمر زیاتوي، بریدګر پولیس له وسلهوالو طالبانو سره لاس لرلو، پروینا یې د برید پرمهال سیمې ته وسلهوال طالبان هم ورسېدلي وو او بریدګر یې په ټپي حالت کې له ځانه سره وړی دی.
د ولایتي شورا دې غړي دا هم وویل، چې دغه سیمهییز پولیس یو میل پیکا هم له ځان سره وړې ده.

خو د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام وطندار ته وویل، وسلهوالو طالبانو تېره شپه د خوږیاڼو اړوند د وزیرو جهادي لېسې ته څېرمه د سیمهییزو پولیسو پر پوسته برید کړی، چې له امله یې دوه پولیس وژل شويدي.
د خوږیاڼي پر وینا، وسلهوالو طالبانو د یادې پوستې د سقوط نیت لرلو؛ خو بریالي نهشول.
تر اوسه وسلهوالو طالبانو پهدې تړاو رسنیو ته څه نهدي ویلي.