د کرنې اوبولګونې او مالدارۍ وزیر نصيراحمد دراني نن د ننګرهار په مرکز جلالاباد کې د دغو پروژو د پیل په مراسمو کې وويل، د ۲۲نيمو میليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د ګڼو پروژو د پيلولو خبر ورکړ.
ښاغلي دراني همداراز وویل، دا ګڼې پروژې به د ننګرهار په شپږو ولسوالیو کې پلې شي چې موخه یې له جګړهځپلیو کورنیو سره مرسته او د هغوی لاسنیوی دی.
پهدې ولسوالیو کې اچین، کوټ، شېرزاد، خوږیاڼي، چپرهار او رودات شاملې دي.
د کرنې وزیر پهدې ولایت کې له انکشافي شوراګانو نه خپلو سیمو ته د اړتیاو وړ پروژو د ټاکلو غوښتنه وکړه.
پهدې پروژو کې پر مېوهيي باغجوړونې سربېره د کبانو او چرګانو د روزنې فارمونه، د اوبو رسونې سیستمونه، د ترکاریو په برخه کې کروندګرو ته لازمې اسانتیاوې او د کرنې اړوند نور سهولیتونه شامل دي.
د کرنې او مالدارۍ وزیر ښاغلي دراني زیاته کړه، دې پروژو کې به ۳۰ زره کسانو ته کاري موکې هم پیدا شي چې په مستقیم او غیرمستقیم ډول به یې ګته ۱۰۰ زرو کسانو ته رسېږي.
نوموړي ډاډ ورکړ چې د ولسمشر محمداشرف غني په ځانګړې سپارښتنه په ټول هېواد کې د کرنې سکتور د ودې هڅې پيل شوي او په راتلونکي کې به ډېر نور پرمختیايي کارونه هم وشي.
نصير احمد دراني همدارنګه وویل، ټاکل شوې نږدې راتلونکې کې به په ۱۰ ولايتونو کې ۱۲ سړخونې جوړې شي چې يوه به یې په ننګرهار کې د حج او اوقافو د وژل شوي رییس مولوي عبدالظاهر حقاني په نوم وي او عواید به یې هم د هغه کورنۍ ته ورکول کېږي. دا سړخونې به د ۵۰۰ ټنو موادو ساتلو ظرفیت ولري. د ښاغلي دراني په وینا، به ۱۳۹۱ کال کې هم د ۸ سړخونو کارونه پیل شوي وو چې د ځېنو ستونزو له امله یې کارونه له خنډ سره مخ شوي وو. ده د دې سړخونو د کارونو د بشپړولو ډاډ هم ورکړ.
په ورته وخت کې د ننګرهار والي ګلاب منګل وویل چې د دې پروژو په بشپړېدلو سره به دغه ولايت کې د کوکنارو د کښت کچې راټېټدو تر څنګ به د کروندګرو حاصلاتو ته د بازار موندنې یوه اندازه ستونزې هم هواره شي.
ننګرهار والي محمدګلاب منګل په وينا، د دغو پروژو ښهوالی پهدې کې دی چې ولسي بڼه لري، د انکشافي شوراګانو لهخوا مخې ته ځي او د کروندګرو په غوښتنه پلې کېږي.
په همدې حال کې یو شمېر کروندګرو بیا له حکومتي چارواکیو غوښتنه کوله چې د دوی په نوم ورغلیو پروژو کې دې له ټګۍ ـ برګۍ کار نهاخلي.
کروندګرو سره د کوکنارو د نه کرلو په بدل کې د ګڼو کرنیزو پروژو دا هوکړهلیک د ننګرهار والي او له نشهیي توکیو سره د مبارزې وزیرې د امریکا په مالي ملاتړ کابو یوه میاشت مخکې په کابل کې لاسلیک کړیو چې نن د کرنې وزیر رسماً پیل کړ.