بېګاه شپه د ننګرهار په هسکېمېنې ولسوالۍ کې د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو پر داعش هوايي او ځمکني عملیات کړي چې د یادې ډلې د لوژستیک مسوول ابوهریره او د تبلیغاتو مسوول قاري عمران په ګډون پهکې ۲۳ داعشیان وژل شويدي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د دې خبر پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې دا عملیات د هسکېمېنې ولسوالۍ په اوغز تنګي سیمه کې د داعش د رهبرۍ په یوې غونډې شوي چې د مقاومت په پایله کې یې دوه مهم غړي له ۲۱ نورو ملګرو سره یو ځای وژل شوي.
خوږیاڼی وايي، یادو عملیاتو کې له داعش پرته بل چا ته زیان نهدی اوښتی.
تر اوسه داعش ډلې پهدې اړه څه نهدي ویلي.