نفسیه: پرمخ مې د تیزاب شیندلو د لامل پوهيدل غواړم؟

هغه میرمن، چې دوه ورځې وړاندې يې پرمخ تیزاب شیندل شوي وايي، له هېچا سره شخصي دښمني نه لري.

نفیسه له خپل خاوند او دوه ماشومانو سره د کوچني اختر په دویمه د شپې پر ۱۱ بجو، چې د کابل ښار  د اریا ښار ګوټي پر لور روانه وه نا پيژاندو کسانو یې پرمخ تیزاب شنیدلي، چې اوس د استقلال په روغتون کې بستر ده.

ځوانه میرمن نفیسه، چې اوس يې د څېرې ښکلا له لاسه ورکړې سلام وطندارته وویل، د ژوند لویه پوښتنه یې داده، چې چا يې پرمخ دغه ناروا روا بللې او لامل یې څه دی؟

د نفیسې چې د واده ۳۲ کاله تیریږي وايي، چې له هېچا سره شخصي دښمني نه لري او نه هم پر چا شک لري.

میرمن نفیسې وویل، بریدګر چاغ او لوړ قد درلود چې پرخبره یې د اریا ښار ګوټي ساتونکي هم دې ته په څومترۍ کې وو، چې ددغه پېښې سره هغوی ځان هم نه خوځاوه.

 نفیسه ډاکټره ده، چې له دوه کلنو را په دې خوا یې د کورنیو کارونو له امله ډاکټرۍ ته شا کړې.

عبدالطیف د نفیسې میړه 

له نفیسې مو و پوښتل، چې ددې پیښې عاملينو په اړه له امنیتي بنسټونو څه غوښتنه لرې؟ په سړه او ناهیلې انداز یې وویل، "هېڅ غوښتنه نه لرم" ځکه پوهیږي چې ددې پیښې عاملان به ونه نیول شي.

د نفیسې خاوند عبدالطیف وايي، چې نور په افغانستان کې نه شي پاتې کیدلای، ځکه د میرمن او اولادونو له پاره یې هره شېبه انديښمنونکې ده.

عبدالطیف وویل، له هېچا سره یې دښمني نه لرله او نه پوهیږي، چې ولې داسې پېښې سره مخ شول.

بل خوا د نفیسې ورېره سمیرا، چې د پيښې پروخت له هغې سره وه وايي، پر نفیسې چې کوم سړي تیزاب وشیندل لیدلی یې دی.

د سمیرې پرخبره که څه هم خور یې او د نفیسې دوه زامن له دې سره و، خو تیزاب شیندونکي سړي مخامخ د نفیسې پر مخ تیزاب وشیندل او په هغه موټر کې و تښتیدلو چې ده ته ولاړ و.

نوموړې زیاته کړه: " یو سړی، چې کالي یې پر تن و مخ یې پر دستمال پيچلی و ترهغه ځایه چې خلک وو روښنايي وه څه یې نه ویل له موټر ښکته شول، چې په هغه موټر کې څو کسان نور هم وو زموږ له شا ورو ورو تیاره ځای ته راغلل نور یې څه و نه ویل پرمخ یې تیزاب راوشیندل."

په همدې اړه په استقلال روغتون کې د نفیسې معالج ډاکټر شریف یوسفي وايي، چې دغه میرمن ۲۰ سلنه سوځېدلې او د درملنې امکان یې شته دی.

بل خوا د کابل ښار د جنايي جرمنو پرضد د مبارزې رېیس فریدون عبیدي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې پولیسو ددې پيښې عاملانو د پيژندلو څېړنې پيل کړي دي.

هغه وايي، دا یو پلان شوی عمل و.

د نوموړي پر وینا، په دې اړه یو شمیر مظنونین پيژندل شوي دي، چې له کابل بیرون تر تعقیب لاندې دي.

یاده دې وي، دا لومړی ځل دی، چې د پلازمینې په یوه امنه سیمه کې د یوې میرمنې پر مخ د نا پيژانده کسانو له خوا تیزاب شیندل کیږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام