نبي، شهزاد او راشدخان به سبا د بنګله دېش سوداګریزو کرکټ سیالیو کې ولوبیږي

د بنګله دېش په کوربتوب ۴م پړاو سوداګریزې ۲۰ اوریزه کرکټ سیالۍ سبا د افغانستان او د کرکټ نړۍ مشهورو لوبغاړو په موجودیت کې د ۷ لوبډلو په ګډون په بنګله دېش کې پیل شي.

د سږ کال په ټورنامنټ کې له افغانستان څخه د لومړي ځل له پاره ۳ افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل، شهزاد محمدي او راشد خان ارمان هم دغو سیالیو ته ورغوښتل شوي دي.

د سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، سیالۍ سبا په دوو لوبو سره پیلیږي او د ډیسمبر په ۹مه نېټه به د اتلې لوبډلې په اعلان سره پاې ته ورسیږي.

د سبا ورځې په لومړۍ لوبه کې د راشد خان ارمان په موجودیت کې کومیلا ویکټورینز لوبډله مازدیګر ۳ بجې له راج شاهي لوبډلې سره او په دویمه لوبه کې د شهزاد محمدي په شتون کې رانګپور رایډرز لوبډله ماښام ۵ بجې او ۴۵ دقیقې له خولنا ټایټینز لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي.

دریم افغان لوبغاړی محمد نبي عیسی خېل به بیا د ټورنامنټ په دویمه ورځ خپله لومړۍ سیالۍ د چټاګانګ وایکینګز لوبډلې په ګټه ماسپښین ۲ نیمې بجې له باریسال برنرز لوبډلې په ګټه وکړي.

محمد نبي عیسی خېل د سر په سر دریم کال له پاره محمد شهزاد محمدي او راشد ارمان بیا د لومړي ځل له پاره دغو سیالیو ته غوره شوي دي.

د بنګله دېش سوداګریزې (پي، پي، ایل) ۲۰ اوریزه کرکټ سیالۍ له ۲۰۱۲ کال راهیسې په بنګله دېش کې کیږي، چې افغان مینه وال د ۳ واړه افغان لوبغاړو د ښه ځلیدو تمه لري.

په دغو سیالیو کې ۲ ځلی د ډهاکه ډینا نامیټس لوبډلې او تې رکال بیا کومیلا ویکټورینز لوبډلې د اتلولۍ جام کټلی و او درې واړه اتلولۍ د مشرفي مرتضی په کپټانۍ کې ګټل شوي دي.

کومیلا ویکټورینز لوبډله به سږ کال د ځوان او تکړه افغان لوبغاړي راشد خان ارمان په موجودیت کې له خپلې تېرې اتلولۍ دفاع کوي.

تراوسه په شویو ۳ فصلونو کې بنګله دېشي مشفیق الرحیم په ۸۱۹ منډو مخکښ بېټسمین او ویسټ انډيزي کیون کوپر په ۴۹ ویکټو مخکښ بالر دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام