د ناټوسرمنشي ینس سټولتنبرګ وویل، چې تر اوسه د ناټو ۱۵ هېوادونو هوکړه کړې، چې افغانستان ته خپل نور پوځيان هم واستوي.
هغه وویل، چې په پام کې ده د دغو تازهدمو سرتېرو شمېر زرګونو ته ورسيږي.
د ناټو عمومي منشي نن پنجشنبه (جون ۲۹مه) په بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې وویل، په افغانستان کې یې اصلي دنده د افغان ځواکونو روزنه او هغوی ته مشوره ور کول دي.
د نوموړي پر وینا، ناټو به هیڅکله یو وار بیا د افغانستان په جګړهییز ماموریت کې ښکېله نهشي.
دغه غونډه چې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې وه.
په یاده ناسته کې رسماً نه دي ویل شوي، چې افغانستان ته څومره سرتېرې لېږل کيږي، خو داسې اټکل کيږي چې ممکن ۳ زره تازهدمي سرتېري افغانستان ته ولېږدول شي.
د بریتانیا دفاع وزیر مایکل فالون وايي، دوی به افغانستان ته ۸۵ نور سرتېري واستوي.
نوموړي رسنیو سره د خبرو پرمهال وویل، د دې پرځای چې ترهګري او وژنې د دوی سرکونو ته ورسیږي ښه دا ده چې په افغانستان کې يې له منځه یوسي.
اوسمهال دغه هېواد ه افغانستان کې ۵۰۰ سرتېري لري چې د افغان ځواکونو په روزنه او مشوره بوخت دي.
لهدې وړاندې د جرمني صدراعظمې انګلامیرکل هم ویلي و، چې دوی به افغانستان ته نور ځواکونه هم واستوي.
دغه هېواد دمګړۍ په افغانستان شاوخوا ۱۰۰۰ سرتېري لري.
سټولټنبرګ وویل، د ناټو تړون غواړي چې له خاصو افغان ځواکونو سره زیات کار او د افغانستان هوايي ځواک پیاوړی کړي.
حاضردمه ناټو په افغانستان کې کابو ۱۳ زره او ۵۰۰ سرتېري لري، چې ۸۳۰۰ يې امریکایان دي؛ د دوی جنګي ماموریت د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې پای ته رسیدلی دی.