نامنظمه کډوالي؛ هغه کس چې پر خښولو يې ۱۰میلیونه تومان ولګول شول

عبدالستار سره له دې چې سمې خبرې یې نه‌شوای کولای، د اقتصادي بې‌وزلۍ له کبله په نامنظمه کډوالۍ ایران ته ځي او له یو څه مودې درنو کارونو وروسته، یوې څا کې مري.

نوموړی چې په تازه‌ګۍ سره خپلو هیلو ته رسېدلی و او هره ورځ یې دروند بار زغمه، ترڅو خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

د نوموړي خپلوان وايي، ستار خبرې یې نه شوای کولای، ښوونځي ته نه و تللی، کوم کار یې هم نه درلود؛ خو د کورنۍ مشر زوی او ګټیالی و.

عبدالستار ۲۳ کلن ځوان و چې خپلو دوو وروڼو، پلار او مور سره یې د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ یوه کلي کې ژوند کاوه او له اقتصادي ستونزو او بې‌کارۍ ځورېده.

هغه د خپل ماما زوی سره له یوې میاشتې خطرونو ډک سفر وروسته ایران ته رسېږي او دا چې ډېرې پیسې وګټي یوه څا کې کار کوي.

د عبدالستار د ماما زوی دین محمد چې د هغه د لارې ملګری و، له اوښکو په ډکو سترګو وايي، د ایران یوه ښار کې یې هره ورځ له لسو  تر ۱۲ ساعتونو پورې یوه څا کې چې تر ۶۰ مترو پورې ژوره وه، کار کاوه.

د دین محمد په وینا، ایران کې تر ټولو سخت کار، څاه کې کار کول دي چې یوازې افغانان ورته له مجبوريته ملا تړي.

هغه وايي، ډېری وخت به څا کې کارکوونکي بند پاتې کېدل او مړه به شول.

دین محمد وايي، څا کې له یوې میاشتې کار کولو وروسته عبدالستار سخت ناروغه کېږي او ورځ تر بلې یې وضعیت خرابېږي، ترڅو چې د اوړي په یوه شپه ایران کې مري.

د دین محمد په وینا، د پیسو د نه درلودو  له کبله یې ونه‌شو کولای چې د عبدالستار مړی افغانستان ته ولېږدوي او اړ شو چې د هغه  له کورنۍ پیسې وغواړي او د عبدالستار لپاره کفن او قبر واخلي.

په همدې حال کې د کډوالۍ نړیوال سازمان کډوالو سره د پولیسو په ناقانونه چلند نیوکه کوي او وايي، د نړۍ ټولو هېوادونو کې ډېری درانه کارونه کډوال ترسره کوي او تر ټولو ډېره مرګ‌ژوبله هم کډوال ورکوي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو وزارت کې د حقوقي ملاتړ رييس غلام مرتضی رسولي سلام‌وطندار ته وايي، ایران کې ډېری درانه کارونه د افغان کډوالو له خوا ترسره کېږي، خو داسې اسناد نه لري چې کډوال دې د درنو کارونو کولو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړي.

هېواد کې ناامنۍ او اقتصادي بې‌وزلي لامل شوی، ترڅو ډېری ځوانان په نامنظو لارو بهرنیو هېوادونو ته لاړ شي او درانه کارونه ترسره کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام