دا یوازې فقر او بېکاري نه ده چې ځوانان نامنظمې کډوالۍ ته اړ باسي، بلکې ځینو مواردو کې داسې کسان هم شته چې دندې لري؛ خو هوسا او له امکاناتو ډک ژوند ته د رسېدو لپاره، پر ځان د نامنظمې کډوالۍ خطرونه مني او پر دغې له خطرونو ډکې لارې حرکت کوي.
نصرالله هغه ځوان دی چې غوره ژوند ته د رسېدو لپاره یې خپله دنده خوشې کړې او د ډېرو پیسو په مصرفولو سره، خپلې کورنۍ سره یو ځای د نامنظمې کډوالۍ په لاره روانېږي.
نصرالله خپلې مېرمنې او درېیو ماشومانو سره لومړی ایران ته ځي. د نورو په څېر نصرالله هم د قاچاقيانو له خوا تېر ایستل کېږي او د نامنظمې کډوالۍ ستونزې او خطرونه ورته برعکس اسانه ښودل کېږي.
نصرالله د تورې او وېروونکې شپې کیسه کوي چې په لوږه او ستړیا ۵۲ نورو کډوالو سره یو ځای د غرونو منځ کې له خطرونو په ډکو لارو روان وو. دغو کډوالو کې یوه په عمر پخه ناروغه مېرمن هم شامله وه.
د غرونو په لمنو کې د لوږې او تندې له کبله د ماشومانو له ژړاوو پرته بل څه نه اورېدل کېږي. کله چې دوی د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې رومیې سیمې ته رسېږي، یو ناڅاپه پرې ډزې کېږي.
قاچاقيان هغه کسان چې ډېرې پیسې لري او یا ګرانبیه توکي ورسره دي، ځان سره بیایي؛ خو هغه ناروغه او زړه ښځه چې په اس سپره وه، د قاچاقيانو له لوري ټپي کېږي.
نصرالله د دغو ستونزو په تېرولو سربېره بېرته د هرات اسلامکلا پولې ته راګرځول کېږي؛ خو خپله ټوله شتمني د ناقانونه کډوالۍ په لاره کې له لاسه ورکوي.
هغه اوس کابل کې اوسېږي او هڅه کوي له لاسه ورکړې دنده بېرته ترلاسه کړي او خپل هېواد کې له عزت ډک ژوند ولري.
د عدلیې وزارت د بشري حقونو د ملاتړ رییس نایب فېروز زاد د انسان قاچاق په تړاو وايي، دغه وزارت د نامنظمې کډوالۍ له زیاتېدو د مخنیوي لپاره ۵ کلنه ستراتيژي جوړه کړې ده.
د کډوالو د معلوماتي مرکز مشر روح الله شېخزاده وايي، د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو وزارت د بېرته راستنو شويو لپاره ځینې خدمتونه وړاندې کوي، ترڅو هغوی وکولای شي، خپل ژوند پرې مخ ته یوسي.
هوسا ژوند او امنیت ته د رسېدو خوب لامل شوی چې له هرو درېیو افغانانو یو افغان د مرګ خطرونو په منلو سره، نامنظمې کډوالۍ ته مخه کړي.