د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپټان رییس احمدزي سلام وطندار سره په مرکه کې وايي، چې ناصر جمال په روانو کورنیو ۴ ورځنیو کرکټ سیالیو کې ښیې لوبې وکړلې.
د احمدزي پر وینا، ناصر جمال د غوره لوبو په کولو ثابته کړه، چې په راتلونکي کې د نورو مخکښو لوبغاړو ترڅنګ د روزنیزو کمپونو په بشپړولو د کرکټ په ملي لوبډله کې ولوبېږي.
رییس وویل، د کرکټ ملي لوبډلې دروازه د ټولو لوبغاړو پر مخ پرانیستې ده.
د رییس احمدزي ورور ځوان منځني بېټسمین ناصر جمال د افغانستان په کورنیو کرکټ سیالیو کې ښه وځلېد.
ناصر جمال د احمد شاه ابدالي ترنامه لاندې په روانو ۴ ورځنیو سیالیو او دغه راز د افغانستان په کورني کرکټ سیالیو کې لومړی لوبغاړی دی، چې په یو ټورنامنټ کې ۱۰۰۰ منډې جوړې کړلې.
جمال د غازي امان الله په کرکټ لوبغاړي کې خپله لوبډله بوست د بند امیر په خلاف بریا ته ورسوله.
نوموړي تراوسه د روانو څلور ورځنیو سیالیو په ۱۴ پاڼیو (اېننګز) کې په ۱زرو ۶۲۹ بالونو ۵ شپږیزې او د ۱۷۹ څلوریزو په مټ د ۹۶،۵ منډو په اوسط ۵ سلییزې او ۵ نیمه سلییزې او له ۱۷۷ په زیاتو منډو ټولټال ۱۱۵۸ منډې کړي.
ناصر جمال احمدزی په روانو سیالیو کې د دویم مخکښ بېټسمین شاهد الله مندوزي څخه له ۲۶۴ په زیاتو منډو مخکې دی.