ترکيالاصله الماني لوبغاړي میسود اوزیل اعلان وکړ چې تر دې وروسته به د الماني مینهوالو د بېاحترامۍ او نژادپرستۍ له کبله د الماني فوټبال ملي لوبډلې په ګټه ونه لوبېږي.
اوزيل په خواله رسنیو کې په یوې اوږده بیانیې کې ویلي، کله چې د المان لهپاره لوبه وګټي؛ المانی دی، خو که یې وبایلي؛ بیا یو کډوال بلل کېږي.
د الماني فوټبال دغه ۲۹ کلن لوبغاړی داسې مهال دا پرېکړه کوي چې په انګلستان کې د ترکیې له ولسمشر رجبطیب اردوغان سره تر ګډ تصویر اخېستلو وروسته د الماني فوټبال ټولنې او یو شمېر الماني سیاستوالو په ګډون، بېلابېلو نورو لوریو ورباندې نیوکې وکړې.
میسود اوزیل په تېره (مې) میاشت کې له یوه بل ترکيالاصله لوبغاړي ګنډوګن سره یوځای د ترکیې له ولسمشر اردوغان سره ولیدل چې د اوزیل په وینا، د فوټبال په اړه یې ورسره خبرې کړېدي.
ویل کېږي د اردوغان ګوند د اوزیل او اردوغان دغه ګډ تصویر چاپ کړ او د ترکیې په پارلماني ټاکنو کې یې د اردغان په پلوي ترې ګټه واخېسته.
دغه الماني لوبغاړي زیاته کړې چې له ده سره د المانیانو وروستي چلند اړ کړی چې لهدې وروسته د المان فوټبال د ملي لوبډلې په جامو کې ونه لوبېږي.
د میسود اوزیل په وینا، که څه هم په المان کې یې مالیه ورکړې، د خیر ښېګڼې په کارونو کې یې مالي مرستې کړي او المان ته یې د تېر ۲۰۱۴ کال فوټبال نړۍوال جام اتلولي هم ګټلې؛ خو لهدې سره ـ سره داسې احساسوي چې تر اوسه په الماني ټولنه کې نهدی منل شوی او ځکه ورسره ناسم چلند کېږي چې مسلمان او په اصل کې د ترکیې دی.
میسود اوزیل وايي، له ۲۰۰۹ کال را هیسې یې په خوشالۍ او ویاړ سره د المان فوټبال جامې اغوستي؛ لهدې وروسته به یې په غاړه نهکړي.
د نوموړي په وینا، اوس داسې احساسوي چې المانۍ فوټبال لوبډله ورته نوره اړتیا نهلري او هغه لاستهراوړنې یې چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې د دې لوبډلې لهپاره لرلي دي؛ هېرې شوېدي.
اوزیل دا هم ویلي، که د ترکیې له ولسمشر رجبطیب اردوغان سره یې تصویر نه وای اخېستی؛ دا کار به یې د خپلو نیکونو په وړاندې بېاحترامي وای او د هېڅ ډول سیاسي یا ټاکنیز کمپاین نیت یې نهلرلو.
میسود اوزیل داسې مهال د المان لهپاره د نړۍوال فوټبال پرېښودو پرېکړه کوي چې المانۍ لوبډله د دفاعي اتلې په توګه د روسیې په کوربتوب د سږ کال په ۲۱ م پړاو فوټبال نړۍوال جام سیالیو کې د دې هېواد د فوټبال په تاریخ کې تر ټولو بده لوبه وکړه او په لومړني پړاو کې له وړاندې تګه پاتې شوه چې پهدې سره یې په کور دننه توند غبرګونونه راوپارول.