«موږ مه وژنئ او زموږ غږ واورئ»

د بامیان ولایت یوشمېر اوسېدونکیو له تېرو دوو ورځو راهیسې د خوړو اعتصاب کړی دی.

ځینو مدني فعالانو او د بامیان اوسېدونکیو په کابل او غزني کې د ملکي وګړو د وژل کېدو په غبرګون کې د ملګرو ملتونو او د بامیان والي د دفترونو مخې ته پرلت پیل کړی دی.

معترضان وايي، له څو کلونو راهیسې هېواد کې ملکي وګړي، په ځانګړي ډول د یو ټبر خلک نښه ګرځي چې باید مخه یې ونیول شي.

یو معترض عبدالله دانشیار وایي، نړېواله ټولنه دې د حقیقت‌موندنې یو پلاوی افغانستان ته راولېږي چې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه څېړنې وکړي او عاملان یې په ګوته کړي.

یو بل معترض رضا کرماني بیا حکومت په بې‌‌کفایتۍ تورنوي او وايي چې د خلکو د امنیت خوندیتوب کې پاتې راغلی دی.

کرماني زیاتوي چې هزاره‌ګان په افغانستان کې د ولسواکۍ قرباني دي.

پرلت‌ کوونکيو چې «موږ مه وژنئ او زموږ غږ واورئ» شعار زمزمه کاوه، له نړېوالې ټولنې او د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو وغوښتل چې پر افغان حکومت د فشار راوړلو له لارې، افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبلې ته د پای ټکی کېږدي.

مدني فعالانو او د بامیان ولایت یوشمېر اوسېدونکیو داسې مهال د خوړو اعتصاب کړی چې ناامنیو په هېواد کې زور اخیستی او په وروستۍ یوه اوونۍ کې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام