ممبۍ انډینزیو ځل بیا د (اي پی ایل) اتلولي وګټله

په هندوستان کې دیوې نیمې میاشتې راهیسې پیل شوې شل اوریزه تجارتي کرکټ سیالۍ د ممبۍ انډینز لوبډلې په اتلولۍ سره پاې ته ورسیدیې.

دا له ۲۰۱۳ کال وروسته دویم ځل شو چې د روهیت شرما په کپتانۍ کې د خواشینوونکې پیل وروسته ممبۍ انډینز چنایي لوبډلې ته په فاینل لوبه کې په ۴۱ منډو توپیر سره ماتې ورکوي.

په وروستۍ فاینل لوبه کې چې د چنایي او ممبۍ لوبډلو ترمینځ په کلکته لوبغالي کې ترسره شوه ممبۍ ته د چنایي لخوا دلومړۍ لوبې کولو بلنه ورکړل شوه.

ممبۍ انډینز لوبډلې د لینډل سیمینز د ۶۶ خو روهیت شرما او کېرون پولارډ د بی رحمه لوبو په مټ چی ۵۰ او ۳۶ منډې یې جوړې کړې چنایي لوبډلې ته د اتلولۍ ګټلو لپاره د ۲۰۳ منډو هدف ورکړ.

د هدف ترلاسه کولو په موخه چنایي سوپرکېنګز لوبډله د مکولم په نه شتون کې بې وسې پاتې شوه او یواځې ۱۶۱ منډې یې جوړې کړی شوې.

د ممبۍ لوبډلې کپتان روهیت شرما چی په ۲۶ بالونو یې د ۲شپږیزو او ۶څلوریزو په مټ نیمه سلیزه جوړه کړې وه د لوبې غوره لوبغاړې اعلان شو.

 

په اتم پړاو (ای پی ایل) سیالیو کې یواځې درې بهرنیو کرکټرانو نیوزیلینډي برینډن مکولم او د ویسټ اینډيز کریس ګیل سلیزې جوړې کړې.

ددې سیالیو په ترڅ کې که له یوه اړخه چنایي لوبډلې ترټولو زیاتې ۱۷ لوبې ترسره کړې خو بیا هم یواځې په ۱۴ لوبو کې اسټرالوي لوبغاړي د سن رایزر لوبډلې کپتان ډیویډ وارنر په ۵۶۲ منډو مخکښه بیټسمین و.

دغه راز په بالینګ کې د زیاتو ویکټو جایزه بیا د سر په سر دویم ځل لپاره د چنایي لپاره لوبه کوونکي ویسټ انډيزي ډیون براوو ترلاسه کړه چې ۲۶ ویکټې یې ترلاسه کړې وې.

دغه راز د ځوان غوړیدونکي کرکټر جایزه هندي اوپنر شریاز ایرترلاسه کړه چې د ډهلي لوبډلې لپاره یې لوبې وکړې او په ۱۴ لوبو کې یې دخپلې لوبډلې لپاره ترټولو زیاتې ۴۳۹ منډې جوړې کړې.

دغه راز د زیاتو ۳۸ شپږیزو جایزه کریس ګیل  او دغه راز په ۱۹ بالونو د تیزې نیمه سلیزې او ترټولو مهم او ارزښتناکه کرکټر جایزې بیا ویسټ انډيزي انډري رسل ته ورکړل شوې.

دیادونې وړ ده چې پنجاب لوبډلې چې تیرکال یی فاینل ته لاره پیدا کړی وه دا ځل یی له ټولو لوبډلو کمې یواڅې ۳ لوبې وګټلې او له ټولو شاته په اتم مقام کې پاتې شوه.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام