ملي امنیت: په کابل ښار کې د حرفوي یرغملګرو ډلې مشر ونیول شو

د ملی امنیت لوی ریاست یوې خبرپاڼې لیکلي ددغه ریاست منسوبینو د یو لړ ځانګړو اوپراتیفی عملیاتو په ترڅ کې د یرغمل ګرې ډلې مشر د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ اوسیدونکی ګران آقا نومی نیولی دی.

خبرپاڼه لیکي، ګران اقا غوښتل د کابل ښار د لسمې ناحیې له اړوندو سیمو څخه یو تجار وتښتوي.

 له نیول شوي کس څخه یو میل بې غږه والتر ډوله تفنګچه، یو ولچک، ۱۳ سیم کارتونه، یو پایه لب تاپ کمپیوټر او د وسلې لیږد کارت ترلاسه شوي دي.

خبر پاڼه لیکي ګران اقا د فواید عامې وزارت معین احمدشاه(وحید)، د کابل ښار څلورمې ناحیې له اړونده سیمې د یو تجار تښتولو او د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د یو صراف د پیسو په غلا  کې لاس درلوده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام