ملي امنیت شورا: شاوخوا ۹۰۰ طالبان بندیان نن خوشې کېږي

ملي امنیت شورا اعلان کړی چې شاوخوا ۹۰۰ طالبان بندیان به د نن ورځې تر پایه د حکومت له بنده خوشې شي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل په یوه ټویټ کې لیکلي، افغان حکومت د سولې هڅو د بریا، د اوربند دوام او بین‌الافغاني خبرو اترو د پیل لپاره شاوخوا ۹۰۰ طالب بندیان خوشې کوي.

د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ د وري میاشتې په شلمه نېټه د حکومت له لوري پیل او تر اوسه د دې ډلې ۱۱۰۰ بندیان خوشې شوي او دا لومړی ځل دی چې په دومره شمېر طالب بندیان له بنده خوشې کېږي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک پر بنسټ باید ۵ زره طالب بندیان د حکومت او ۱۰۰۰ هم د طالبانو له بنده خوشې شي.

طالبانو تر اوسه ۲۵۰ د حکومت بندیان خوشې کړي، خو حکومت د ۱۷۰ هغو هویت تایید کړی دی.

ټاکل شوې چې د بندیانو د خوشې کولو لړۍ له بشپړولو وروسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي.

ولسمشر محمداشرف غني دوه ورځې وړاند؛ې د ۲ زرو طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان صادر کړ. ولسمشرۍ ماڼۍ د دغه کار موخه د طالبانو له لوري د درې ورځني اوربند کولو لپاره د ښه نیت ښودل بللي دي.

طالبانو د حکومت د دغه اقدام هرکلی کړی، خو ویلي یې دي چې باید د دې ډلې ۵ زره بندیان خوشې شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام