د افغانستان کرکټ بورډ واسطهکوونکو چارواکو ته خبرداری ورکړ، که چېرې دوی د خپلو خوښو لوبغاړو د لوبولو په موخه خپلو غېر قانوني فشارونو ته دوام ورکړي، نو نومونه به يې افشا او د رسنیو په واک کې ورکړي.
د افغانستان کرکټ عمومي مشر عاطف مشعل نن (پنجشنبه جولای ۶مه) د خپلو ۶ میاشتو کاري لاسته راوړنو راپور وړاندې کولو پرمهال پر ځان او کرکټ بورډ ادارې نورو کارکوونکود دولتي چارواکو د واسطو او فشار څخه پرده پورته کړه.
مشعل په خپلو خبرو کې وویل، دولتي چارواکي ورته ټیلیفونه او ګواښونه کوي چې د دوی لوبغاړي په بیلا بیلو لوبو کې ولوبوي. نوموړي دا شان کړنې د افغانستان د کرکټ د پرمختګ په مخ کې خنډ یاد کړل.
هغه له حکومته وغوښتل، چې د داسې چارواکو او ناروا غوښتنو سره د مبارزې په برخه کې یې ملا وتړي، ترڅو دوی ته له اخطارونو او د دوی د خوښې لوبغاړو له واسطو څخه لاس واخلي.
مشعل زیاته کړه، دا د چارواکو خوب او خیال دی، چې نوموړی او د بورډ کارکوونکي تر فشار لاندې راولي، خو ګواښ یې وکړ که دا لړۍ دوام پیدا کړي، نو ددغه چارواکو نومونه به په رسنیزه غونډه کې بربنډ کړي.
د کرکټ بورډ مشر وویل، افغان کرکټ بورډ دده په مشرۍ په وروستیو ۶ میاشتو کې ډیرې لاسته راوړنې لرلي او دافغانستان کرکټ اداره په ښه او بریالۍ لاره روانه ده.
د نوموړي په وینا، افغانستان ته یې بشپړ غړیتوب ، د ټیسټ لوبو امتیاز، د فرسټ کلاس امتیاز، د لیسټ (ای) امتیاز او دغه راز کرکټ نړیواله شورا کې دمستقلی رایې امتیاز ترلاسه کړ چې په مټ به یې هرکال اوس دپخوا په پرتله ۲۰۰ یا ۳۰۰ سلنه زیاته بودیجه ترلاسه کړي.
مشعل وویل، دافغانستان (شپږیزه) ټورنامنټ یې سوداګریز کړ، د امان الله خان په نوم یې د ۵۰ اوریزه ولایتي سیالیو ټورنامنټ رامینځته کړ، په ۷۰ ښوونځیو کې یې د کرکټ (پیچونو) جوړولو کار پیل کړ او ډير ژر به په ښوونځیو کې کرکټ د یوه مضمون په توګه ولوستل شي.
عاطف مشعل زیاته کړه، د لومړي ځل لهپاره یې ۸۰ لوبغاړو ته معاشونه وټاکل او هم یې ولایتونه د امتیازاتو له اړخه په ۳ کتهګوریو وویشل.
هغه دا هم وویل، چې د کابل سرپټې روزنیزه اکاډمي چې د سیمې په کچه معیاري اکاډمي ده ۱۴ ورځې وروسته به د ملي جشن په ورځ له انګلستان څخه د ملي لوبډلې په راستنیدو سره پرانیستل شي.
نوموړي دغه راز د کابل سربیره په ۵ ولایتونو کې د کرکټ سټیډیمونو او نورو ولایتونو کې د میدانونو او وړوکو میدانونو د جوړولو پلان برابرولو ترڅنګ په کرکټ بورډ اداره کې د منل شوی اساسنامی، ۳ کلنې سټراتیژۍ او بیلا بیلو پالیسو یادونه وکړه چې ورسره به دا فغانستان کرکټ ډير پرمختګ وکړي.
عاطف مشعل وویل، چې دکابل اوسني کرکټ لوبغالي د پراخولو لپاره یې د میدان شاوخوا ځمکو ترلاسه کولو کار پیل کړی، چې ترلاسه کولو سره به یې د څوو میلیونو ډالرو په ارزښت اوسنی لوبغالی په نړیوال معیار برابر کړي.