د مشرانو جرګې غړو د سه شنبې په ورځ ( دمارچ ۱۰مه) خپلې عمومي غونډې کې وویل، چې دوی د دولت له مخالفینو سره د افغان حکومت له خبرو اترو ملاتړي وي، خو افغانان باید په دغه برخه کې له هر ډول خبرو څخه خبر وي.
سناتوران خبرداری ورکوي، چې د سولې د خبرو اترو په بدل باید پاکستان ته امتيازات ورنه کړل شي.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلميار وویل، چې پاکستان د افغان چارواکو سره په چل کوي.
د ده په وينا باید په دغه برخه کې حکومتي لوړ پوړي چارواکي له هوښيارۍ کار واخلي.
مسلميار وايي، د طالبانو جامې باید بدلې نه شي، فعالیتونه یې باید د سپین بېرغ پر ځای په تورو بېرغونو پېل نه شي او نه هم په افغانستان کې د وينو تويلو لړۍ همداسې دوام وکړي.
دی وايي، چې په افغانستان کې باید د پاکستان لاس وهنې بندې شي.
د مشرانو جرګې مشر زياته کړه، چې پاکستان ته که د سولې په نامه کوم امتیاز ورکول کیږي اوهغه هم د ډیورنډ په نوم وي، نو افغانانو ته به د منلو وړ نه وي.
مسلمیار دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې له دې وړاندې ځېنو جهادي مشرانو او د چارو شنونکي هم په دې اړه اندېښنې ښودلې وې او ويلي یې وو، چې د طالبانو تاريخ نور پای ته رسيدلی او اوس پاکستان غواړي د سولې په نامه له افغانستان څخه امتيازات تر لاسه کړي.
همدارنګه د مشرانو جرګې غړي زلمي زابلي وویل، افغان ولسمشر باید ژر تر ژره هغه چارواکي مشرانو جرګې ته د وضاحت او معلوماتو ورکولو لپاره ور واستوي، چې اوسمهال ورته د سولې خبرو اترو په برخه کې دندې سپارل شوې دي.
دی ټینګار کوي، که يې خبرې وانه ورېدل شي؛ نو اعتراضونه به وکړي.
زابلي وايي، د پردې تر شا خبرې اترې د پاکستان دسيسه ده.
له دې وړاندې ولسمشرمحمد اشرف غني د ملی شورا د ۱۶مې جلسې په پرانیست غونډه کې ویلي وو، چې د سولې د خبرو په اړه به هیڅ خبره پټه نه وي او په دې اړه یې له یو شمېر ملي مشرانو سره مشورې هم کړي او د مشورو دا لړۍ به دوام لري.
ولسمشر دا هم ويلي وو، چې د سولې خبرو اترو ټول واک د افغانانو په لاس کې دی.
دی ډاډه دی، چې د سولې دغه خبرې اترې به بريالۍ شي.
د مشرانو جرګې غړې نبيه مصطفی زاده وویل، له افغانانو سره دا اندېښې شته، چې ګوندې طالبان به له دې وروسته د داعش له ډلې سره يوځای شي.
نوموړې زياته کړه، چې افغان دولت باید په دغه برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
له کومې ورځې، چې د نوي حکومت په راتلو سره د سولې د خبرو د پيل کېدو رپوټونه خپریږي، یو شمېر څیړونکي په دې باور دي، چې د سیمې او پاکستان حالات پاکستاني چارواکي دې ته اړ کړي، چې د ریښتنې سولې په لټه کې شي او د افغان دولت او طالبانو د خبرو اترو د زمينې برابرو لپاره هڅې کوي.