مسکو د کابل سره د امنیت په برخه کې مرستې ته چمتو والی ښودلی

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د شانګهای سازمان د غړیو هېوادونو په ناسته کې وویل، مسکو چمتو دی چې له افغانستان سره د نشه يي توکو او د امنیت د ښه والي په برخه کې مرسته وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې په مسکو کې د شانګهای غړیو هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو په ناسته کې جوړې شوې غونډې ته وکړې.

سرګي لاوروف د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر سره په لیدنه کې وویل، چمتو دي چې د افغانستان سره د نشه یي توکو د قاچاق په مخنیوي او د امنیت راوستو په برخه کې مرستې وکړي.

د راپورونو پر بنسټ د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د شانګهای د همکارۍ سازمان د غونډې ترڅنګ تیره ورځ د روسیې د بهرنیو چارو له وزیرسرګي لاوروف سره په مسکو کې وکتل.

اتمر د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ته وویل، دی د افغان ولسمشر پېغام راوړی او جمهور رییس ورته ويلي، چې افغانستان له روسيې سره د اړيکو پراختيا غواړي.

ده زیاته کړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ځانګړې توګه په دفاعي برخه کې مرستې مهمې او اړینې دي.

اخوا د روسیي ولسمشر ولاديمیر پوتین ویلي، چې په سیمه او افغانستان کې د نا امنیو له زیاتېدو څخه اندېښنه لري.

نوموړي ويلي، چې په سیمه کې د نشه یي توکو سره په مبارزه او ناامنیو د مخنیوي په برخه کې هر اړخیزو مرستو ته چمتو دي.

روسيه په اسیا کې د پياوړو هېوادونو په قطار کې شمېرل کيږي، چې د سياسي او مفکوروي له پلوه د نړۍ پياوړي امريکا سره سخت رقابت لري.

له دې وړاندې د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر مهال کله، چې د افغانستان اړيکې د امريکا سره ترينګلې شوې، نو ولسمشر کرزي روسيې ته مخه کړه او د دغه هېواد څخه يې د نظامي تجهيزاتو د مرستې غوښتونکی شو.

هغه مهال هم روسيه افغانستان د هر راز پوځي مرستو کولو له پاره چمتو والی ښودلی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام