مسلمانانو! دوه انتخابه لرئ: هجرت یا جهاد

د «الشباب» په نوم یوې سخت دریخې ډلې د مسلمانو جګړه مارانو د جلبولو له پاره د امریکا د جمهوري غوښتونکې ګوند نوماند ډونالډ ترامپ د سختو خبرو په تړاو له مسلمانانو استفاده کړې ده.

دغې ډلې په یو ویډیويي پيغام کې عرب مېشتو مسلمانانو ته ویلي: «مسلمانو وروڼو او خویندو! تاسو دوه انتخابه لرئ، یا جهاد وکړئ یا سومالې ته مهاجر شئ»

د «ای ‌بي ‌سي نیوز» د راپور له مخې په دغه ۵۱ دقیقه یي پيغام کې د امریکا د مسلمانانو سره د تبعیض موضوع ته ډېره پاملرنه شوې ده. د ويډیو په یوه برخه کې د ترامپ هغه جنجالي خبرې، چې ویلي یې وو: «امریکا باید د ټولو هغو مسلمانانو مخه ونیسي، چې دغه هېواد ته راځي.» هم راخیستل شوې دي.

د دغې ویډیو په دوام کې د انورالکي هغه اخطارونه هم خپاره شوي دي، چې ویلي وو، غرب مېشتي مسلمانان په «کمپونو کې په اجباري کارونو» باندې استثمارېږي. انور الکي د امریکا مشهور ترهګر و، چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې ووژل شو.

ډیلي مېل ورځپاڼې لیکلي دي، الشباب غواړي، چې د نژادي بحثونو نه په استفادې سره په امریکا کې تورپوستي ځوانان افراط ګرايي ته راوبولي.

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نومانده او د ډیموکراټیک ګوند غړې هیلرې کلېنټن څه موده مخکې ویلي وو، چې داعش د ډونالډ ترامپ له تندو خبرو نه، د ذهنونو په منیځلو او د نویو ځوانانو به جلبولو کې استفاده کوي، خو ډونالډ ترامپ د هغې خبرې په ملنډو سره رد کړې وې.

د الشباب د ویډیو له خپرېدلو وروسته، د ترامپ او کلېنټن ملاتړو کوم نظر نه دی څرګند کړی.

«حركة الشباب المجاهدين» یا «د ځوانو مجاهدینو خوځښت» چې په الشباب مشهور دی، یو اسلامپاله سومالیايي ډله ده، چې له ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسې د القاعده د شبکې برخه ګرځېدلې ده. دغه ډله د امریکا له خوا په تور لېست کې هم شامله شوې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام