مرسل: زړه مې غواړي، چې په ښار کې په نظامي یونفورم کې وګرځم

مرسل هغه ښځه ده، چې د ملي اردو په لیکو کې د دویمې بریدمنې په رتبه کې ښځمنو نظامیانو ته د تدریس دنده پرغاړه لري. هغه له دوو کالو راپه دې خوا د ملي اردو لیکو ته ورغلې ده.

مرسل نګهت د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې زېږدې ده. د مرسل پلار یو نظامي افسر و، چې په ۱۳۸۹ کال کې په یو ځانمرګي برید کې ووژل شو.

مرسل وايي، له کوچنیوالي نه یې له ملي اردو سره مینه لرله، چې دې علاقې یو مجبوریت نوره هم دې مینې ته ورنږدې کړه.

د دې پر وینا، د پلار مړینه یې د دې لامل شوه، چې له ملي اردو سره یوځای شي او وتوانېږي، چې د دې خاورې له دوښمنانو نه د خپل پلار د مړینې انتقام واخلي. مرسل چې د ادبیاتو په برخه کې زده کړې کړي دي، اوسمهال د ملي اردو د ملالۍ قومندانۍ د ښوونیز مرکز په درېيم ټولي کې دنده لري.

اغلې مرسل وايي، ښه یې په یاد دي، چې لومړی ورځ یې د ملي اردو سپېڅلی یونفورم پر تن کړ؛ له خوشالۍ نه یې له سترګو اوښکې راغلې. هغه وايي، چې د ملي اردو په کرښو کې دنده او د هغې یونفورم سپېڅلي دي او مینه لري، چې د خپلو نارینه وو هم مسلکانو په شان په خپل یونفورم کې له کوره بهر وګرځي او دا د خپل ژوند ستر ارمان ګڼي.


مېرمن مرسل وايي، هغه مېرمنې، چې د ملي اردو په لیکو کې کار کوي، ستره ستونزه یې د کورنیو له خوا څخه نه ملاتړ دی.

دغه مېرمن وايي، چې په کورنیو او خپلوانو کې یوازېنۍ ښځینه ده، چې زده کړې یې کړي او له کوره د باندې کار کوی، زیاتوي، چې په لومړیو کې ورته د خپلو خپلوانو له خوا سپکې سپورې ویل شوې دي، خو اوس ورته هماغه اشخاص درناوی لري.

دویمه بریدمنه مرسل وايي، چې تر اوسه یې د جګړې په ډګر کې دنده نه کړې، خو کې چېرې دنده ورکړل شي؛ په پوره مېړانې او زړورتیا سره به د دوښمن د ځپلو له پاره ورشي.

نوموړې وايي، هغه مېرمنې، چې غواړي افغان امنیتي ځواکونو لیکو ته ورشي، پيغام یې ورته دا دی، چې په ښه جرائت او بې ډاره دنده وکړي.

د افغان ملي اردو په لیکو کې شاوخوا ۱۳ سوه مېرمنې  په بېلا بېلو برخو کې  په دندو بوختې دي او دغه سلنه د دې ښکارندويي کوي، چې د ملي اردو په لیکو کې مېرمنې سمبولیک رول نه لري.

دغه مېرمنې په لویو عملیاتو کې هم ګډون کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام