د بند امیر لوبډلې کپټان او مشهور لوبغاړی محمد نبي عیسی خېل په هراړخیزې لوبې سره د ۴ م پړاو شپږیزې ټورنامنټ غوره لوبغاړی اعلان شو.
د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان محمد نبي عیسی خېل ته له فاینل لوبې وروسته د ټرافي ترڅنګ د ۳ لکه افغانیو جایزه هم ورکړل شوه.
د بند امیر لوبډلې ځوان بالر نوین الحق ته د غوره توپ اچوونکي ټرافي او دغه راز ۲۰ زره افغانۍ جایزه ډالۍ شوه.
د جایزو ورکړې په مراسمو کې د مس عینک لوبډلې بالر مجیب ځدران ته د غوړیدونکي لوبغاړي لقب او ۲۰ زره افغانیو جایزه ورکړل شوه.
لومړي مقام ګټوونکي کابل بازان لوبډلې کپټان اصغرستانکزي ته د اتلولۍ جام ترڅنګ یو میلیون افغانۍ او دویم مقام ګټوونکي مس عینک لوبډلې کپټان نوروز منګل ته د جام ترڅنګ ۵ لکه افغانۍ د انعام په توګه ورکړل شوې.
څلورم پړاو شپږیزه کرکټ سیالۍ د ۱۰ ورځو په زړه پورو لوبو وروسته د زرګونه نندارچیانو په موجودیت کې پرون کابل – الکوزي کرکټ لوبغالي کې پای ته ورسېدې؛ کابل بازان لوبډلې پخوانۍ اتلې مس عینک زون لوبډلې ته له یوې یو اړخیزې لوبې وروسته په ۵ ویکټو ماته ورکړه.
کابل بازان لوبډلې د ښکلي پیل سره سره مس عینک لوبډله د راشد ارمان د ۴ ویکټو په مټ تر ۱۳۹ منډو را ایساره کړه او بیا یې هدف ۱۲ باله وړاندې د شهزاد محمدي د ۹۱ برید کوونکو منډو په مټ د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ.
دا په ۴ م پړاو شپږیزه ټورنامنټ کی د هېواد د ۵ زونونو ترڅنګ د ور اضافه شوي کابل بازان لوبډلې لومړۍ اتلولي وه، چې په دویمه هڅه یې وګتله.
په فاینل لوبه کی شهزاد محمدي یوازې په ۵۰ بالونو د ۸ شپږیزو او ۷ څلوریزو په مټ ۹۱ منډې جوړې کړې، چې د غوره لوبغاړي جایزې ترڅنګ یې ۲۰ زره افغانۍ هم ترلاسه کړې.
د شپږیزه لیګ شل اوریزه کرکټ سیالۍ په ۲۰۱۳ کال کې په کابل کې پیل شوې، چې سږ کال د لومړي ځل له پاره ۹ پاکستاني او ۱ زمبابوي لوبغاړي ته هم د لوبېدو چانس ورکړل شوی وو.