محمد نبي او شهزاد، د بنګله دېش سوداګریزو سیالیو ته غوره شول

د بنګله دېش څلورم پړاو سوداګریزو (بي، پي، ایل) شل اوریزه کرکټ سیالیو ته د لوبغاړو په لیلام کې یوځل بیا د کرکټ ملي لوبډلې ۲ افغان واخیستل شول.

د کریکټ انفو وېبپاڼې د معلوماتو له مخې ال راونډر محمد نبي عیسی خېل په دې سیالیو کې د ویسټ انډيزي پیاوړي بیټسمین کریس ګېل ملګرې شو.

له نوموړي سره په لوبډله کې پاکستانی شعیب ملک، ویسټ انډيزی ډیون سمت او سریلانکایي چټورونګاډي سیلوا هم شتون لري.

افغان ال راونډر محمد نبي عیسی خېل د تمیم اقبال په کپټانۍ کې د چټاکانګ وایکینګز لوبډلې له خوا خپلې لوبډلې ته جذب شو.

دغه راز چټک افغان اوپنر بیټسمین او ویکټ ساتونکی شهزاد محمدي بیا په ۴ م پړاو (بي، پي، ایل) سیالیو کې د پاکستاني شاهد افریدي سره ملګری شو.

شهزاد محمدي به د نبي عیسی خېل د تېرکال لوبډلې رانګپور رایډرز لوبډلې سره لوبې ترسره کړي، چې کپټاني یې شکیب الحسن په غاړه لري.

له شهزاد سره په لوبډله کې بیا د پاکستاني بابراعظم، سریلانکایي دشون شناکا او شرجیل خان په څېر لوبغاړي هم ملګري دي.

د بنګله دېش غوره لیګ سیالیو له پاره به د لوبغاړو رسمي لیلامي د سپټمبر په ۳۰ مه نېټه ترسره شي؛ خو له رسمي لیلامۍ وړاندې د۲ افغان لوبغاړو په شمول ۳۱ تنه غوره لوبغاړي د بېلابېلو لوبډلو له خوا جذب شول.

د نورو استثانیي لوبغاړو د لکونه ډالرو ترڅنګ به په ۴ م پړاو (بي، پي، ایل) سیالیو کې د لوبېدو په بدل کې له الف تر ډي درجه بندۍ لوبغاړو ته له ۳۰ زرو  تر ۷۰ زرو ډالرو معاش ورکړل شي.

رسمي لیلامۍ ته د افغانستان ۹ نور لوبغاړي کپټان اصغرستانکزی، راشد ارمان، سمیع الله شینواری، حمید حسن، نوروزمنګل، شاپورځدران، دولت ځدران، ګلبدین نایب او نجیب الله ځدران بیا د ۳۰ زرو ډالرو (ډي) ګټیګرۍ کې غوره شوي دي.

په دویم پړاو (بي، پي، ایل) شل اوریزه کرکټ سیالیو کې د افغانستان له خوا حمید حسن، نبي عیسی خېل، سمیع الله شینواري او شاپورځدران برخه اخیستی وه، خو په دویم او درېیم پړاو لوبو کې یواځې محمد نبي عیسی خېل ته ۲ ځلی د سلهیټ او رانګپور لوبډلې له خوا د لوبېدو چانس ورکړل شوی.

د بنګله دېش ۴ م پړاو سوداګریزې شل اوریزه کرکټ سیالۍ به د روان کال نومبر میاشتې په ۴ مه نېټه د ۸ لوبډلو ترمنځ په بنګله دېش کی پیل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام