
محرم درانۍ هم لکه د نورو هم سنګرو خبریالانو په څېر په وینو لت پت شوه. خو موږ ورنه یو ژوند خاطرې لرلې. هغې زموږ په ذهنونو او ژوند کې ځای نیولی و؛ دغو خاطرو لکه د هغې د کورنۍ په شان له ځان سره زښت زیات ټپيان کړلو.
«ژوند لنډ دی» دا جمله د هغې د خولې وینا ده. ویل یې، په دومره کمعمره ژوند کې باید وړې کیسې لویې نهکړو. ستونزې باید سترې او د ژوند خوند پرې بدرنګ نهکړو. همدا و چې هر ګهیځ به یې د مایک له شا هېوادوالو سره د سولې، دوستۍ او وروګلوۍ او انسانیت خبرې کولې.
تل به یې د ایماندارۍ، اعتماد په نفس او د شخصیتي ټیکاو په اړه ځوانان او کمکیو ځوانانو ته د روڼاندې او هڅونې کیسې کولې. د اخلاقو ښوونکې نهوه، ځانښودنه یې نهکوله؛ په همدې دلیل یې هر ځلې دا غوڼدله تکراروله: «زما په اند»
کیسه دا وه چې هېوادوالو هم د دې له شخصیت او خپرونې سره د مینې له کبله د هېواد له ګوټګوټ نه اړیکې نیولې او له محرم درانۍ سره به همکلامه کېدل.
محرم د «نوي لید» خپرونه تل جدي ګڼله. د خپرونې په هراړخیزولو کې یې هېڅ کمکاري نه لرله او له سلاموطندار نه د خدای په اماني تر ورځې یې د خپرونې په سمون کې له هېڅ ډول هڅې لاس نه درېغولو.
محرم درانۍ نږدې دوه کاله له سلاموطندار سره کار ورکړ، له بدهمرغه نن ګیهځ مهال د کابل ششدرک سیمه په یو خونړي برید کې قرباني شوه. دا به تل زموږ په یاد وي.
د سلام افغانستان رسنیزه موسېسه د محرم درانۍ او نورو خبریالانو شهادت له کبله د دوی کورنیو او د هېواد رسنیزې ټولنې ته تسلیت وايي.
په رښتیا چې موږ د خدای یو او د هغه لوري ته ورګرځو.